لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د لاهور اوسېدونکي هم وایي، د پوځ ادارې ډي ایچ اې اربونه روپۍ په ټګۍ ځنې وړې


د اسلام اباد غوندې د لاهور زرګونه کسان هم شکایت کوي چې په دې ښار کې یې د پوځ له خوا د (ډي ایچ اې) په نامه جوړېدونکي ښارګوټي کې د مځکو لپاره په اربونو روپۍ ځنې واخیستل شوې، خو وایي کلونه وشول چې نه دغه ښارګوټی جوړ نه شو او د دوی پیسې بیرته ورکړل شوې.

د پاکستان د نېشنل های وې او موټروې یوه لوړپوړي افسر د نوم نه څرګندولو په شرط وي.او.اې ته ویلي، په ۲۰۰۷م کال کې د ملګرو ملتونو په امن مِشن کې د دوو کلونو لپاره سوډان ته لېږل شوی وو او چې را ستون شو د ملګرو ملتونو د دفتر په ورکړل شوې تنخا یې په ډي ایچ اې ښارګوټي کې دوه پلاټونه په څلوېښت لکه روپۍ واخیستل خو پلاټونه یواځې تر کاغذونو پاته شول:

"د خپلو دوو پلاټونو پیسې مې هم ټولې په قسطونو ور پوره کړې، خو وروسته خبر شوم چې دا خو ټګي [دهوکه] ده. د پلاټونو د ورکړو پیسو ټول رسیدونه هم راسره دي، اوس چې زه دغه د څلوېښتو لکو دوه پلاټونه خرڅوم څوک یې په څلور لکه هم نه اخلي".

ډي ایچ اې په ورځپاڼو کې د دغو اشتهارونو په وسیله خلک پلاټونو اخیستلو ته هڅول.
ډي ایچ اې په ورځپاڼو کې د دغو اشتهارونو په وسیله خلک پلاټونو اخیستلو ته هڅول.

د پنجاب د ملتان اوسېدونکی عظمت علي هم وایي، چې له خپل کاروباره یې لږ- لږ پیسې سپمولې او په ۲۰۱۰م کال کې یې د خپلې لور لپاره پینځه مرلې پلاټ واخیست او له قرعه اندازۍ د ژغورنې په خاطر یې د مځکې لس فیصده پیسې هم ورکړې، خو وایي د پلاټ هیڅ درک نه شته:

"ډي ایچ اې په ورځپاڼو کې لوی- لوی اشتهارونه ورکړل، ما فکر وکړ زه به هم یو پلاټ واخلم او لور ته به یې په واده کې ورکړم، خو لور مې واده شوه او د بچیو مور ده، مګر زه چې د ډي ایچ اې له چارواکو پوښتنه کوم نو راته وایي چې معامله له نېب [د احتساب ادارې] سره ده".

په لاهور کې د پاکستاني پوځ د دفاعي ادارې ډي ایچ اې د کورونو جوړولو دغه ښارګوټی په ۲۰۰۹م کال کې پیل شوی، چې دیارلس زره عامو خلکو او دیارلس زره له پاکستاني پوځ څخه ریټایر شویو پوځیانو پکې مځکه اخیستې وه.

د ډي ایچ اې دغه ښارګوټی دوو شخصي کمپنیو "ګلوبیکو" او "ایلیسیم هولډنګز پاکستان" پیل کړی، چې د لومړنۍ مالک حماد ارشد او د هغه ورور مراد ارشد دی چې اوس د پاکستان د احتساب ادارې [نېب] په ولکه کې دي، خو د دویمې کمپنۍ مالکان د پاکستاني پوځ د پخواني مشر اشفاق پروېز کیاني وروڼه ریټایر مېجر کامران کیاني او جاوید کیاني دي، چې له هېواده تښتېدلي دي.

په لاهور کې د ډي ایچ اې اغېزمن خلک احتجاج کوي.
په لاهور کې د ډي ایچ اې اغېزمن خلک احتجاج کوي.

د ډي ایچ اې د لاهور ښارګوټي د مځکو خرڅلاو په ۲۰۱۰م کال کې پیل شو، چې پیسې یې په قسطونو د دې ادارې د بېنک اکاونټ ته ور لېږل کېدلې او په ۲۰۱۴م کال کې ټولې پیسې پوره شوې، خو اخیستونکي یې وي کله چې دوی د خپلو مځکو غوښتنه وکړه نو بېلابېلې پلمې ورته وشوې.

د مځکو اخیستونکي وایي دوی بیا خپل شکایت عدالت ته یووړ، خو تر درې کلونو وروسته هم له دوی سره انصاف ونه شو، کله چې دوی رسنۍ خبرې کړې نو د پوځ دغې تعمیراتي ادارې خبره د احتساب ادارې [نېب] ته یووړه او دریځ یې وړاندې کړ چې ګواکې د ښارګوټي جوړولو لپاره د دوی له نامه ناوړه ګټه اخیستل شوې.

د ډي ایچ اې له خوا په لاهور کې د جوړېدونکي ښارګوټي لپاره د پنجاب په شمول بهرمېشتو پاکستانیانو او د امنیتي ادارو د سرتېرو کورنیو هم مځکې اخیستې وې، چې په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي دي.

په لاهور ښار کې د ډي ایچ اې دفتر ته د مځکو سلګونه اخیستونکي ور غونډ شوي وو او له غوسې په ډک انداز یې ویل چې له دوی سره ټګي او درغلي شوې ده. دوی داسې شعارونه ورکول: "چور ہے چور ہے: ڈی ایچ اې چور ہے [غله ده غله ده، دي ایچ اې غله ده] ".

د احتساب ادارې په خپلو تحقیقاتو کې وویل چې د ډي ایچ اې ښارګوټي په نامه په ټول پاکستان کې یو انچ مځکه هم نه شته او دا پلان یواځې په کاغذونو کې دی، خو نه هم د احتساب ادارې او نه عدالت تر څلورو کلونو وروسته اغېزمنو خلکو ته د دې خیالي ښارګوټي له مالکانو انصاف ور اخیستی دی.

وي.او.اې د پوځ د دې تعمیراتي کمپنۍ (ډي ایچ اې) له یوه افسر کرنل اختر سره خبرې وکړې، خو هغه له دې منصوبې سره لاتعلقي وښووله او ویې ویل چې د اړوند افسر نوم او نمبر به راکړي، خو تر اوسه یې معلومات را ونه سپارل. وي.او.اې د احتساب ادارې له اړوند افسر نوازش سره اړیکې ونیولې، هغه وویل چې بله ورځ به ټول معلومات راکړي خو پر بیا- بیا ټیلیفون ورکولو یې ځواب ونه وایه.

رپورټ: وي او اې اردو

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG