لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: د سپریم کورټ قاضي د آرمي پبلک سکول پېښې څېړلو لپاره د عدالتي کمېشن امر وکړ


د پاکستان د ستر عدالت سپریم کورټ مشر قاضي ثاقب نثار امر وکړ، چې د پېښور پر آرمي پبلک سکول د خونړي برید د څېړلو لپاره دي یو عدالتي کمېشن جوړ شي او په دې پېښه کې د وژل شویو ماشومانو د میندو او پلرونو شکایتونه دې واورېدل شي.

د عدالتي کمېشن جوړېدو غوښتنه د وژل شویو ماشومانو کورنیو له سپریم کورټ څخه تېره میاشت په یوه درخواست کې کړې وه، چې د شورو- چارشنبې په ورځ یې په پېښور کې اورېدنه وشوه. ستر قاضي ثاقب نثار د پېښور هایکورټ قاضي یحیٰی اپریدي ته امر وکړ، چې د دې پېښې د پلټنو لپاره عدالتي کمېشن جوړ کړي او په دوو میاشتو کې دننه یې نتایج ورته وړاندې کړي.

د دغه عدالتي کمېشن لپاره یواځې یو قاضي ټاکل شوی دی. د آرمي پبلک سکول په پېښه کې د وژل شوي ماشوم صاحبزاده عمرخان پلار ایډوکېټ فضل خان وایي، د سپریم کورټ د ستر قاضي دا پرېکړه ستایي چې عدالتي کمېشن یې جوړ کړ، خو وایي دا به څنګه ممکنه وي چې یو قاضي دي د هغې پېښې پلټنه وکړي.

د پاکستان د سپریم کورټ جج ثاقب نثار.
د پاکستان د سپریم کورټ جج ثاقب نثار.

"موږ له ستر جج نه دا غوښتنه وکړه چې یو بااختیاره کمېشن دې جوړ شي چې د پېښور هایکورټ په درو څلورو سنېره ججانو مشتمله کمېټۍ وي او هغه دې د دې پېښې تحقیقات وکړي، خو عدالت زموږ غوښتنه هغسې وا نه اخیستله".

که څه هم د آرمي پبلک سکول د پېښې د پلټنو لپاره د پېښور له هایکورټ څخه هم په وار- وار غوښتنه شوې، خو د پېښور د اعلی عدالت قاضي تېره میاشت د درخواست په اورېدنه کې ویلي وو، چې د عدالتي کمېشن جوړولو واک له منتخب حکومت سره دی چې باید اعلان یې کړي.

ایډوکېټ فضل خان وي.او.اې ډیوه ته وویل، چې په عدالتي کمېشن کې معمولاً درې یا څلور قاضیان شامل وي، چې د پېښې بېلابېل اړخونه وڅېړي او نتایج یې وړاندې کړي. فضل خان وایي دوی له لومړۍ ورځې غوښتنه کړې چې یو بې پلوه عدالتي کمېشن دې جوړ شي او د آرمي پبلک سکول په پېښه کې لاس لرونکي کسان دې په ګوته کړل شي او سزا دې ورکړل شي:

"چې دا څه حالات ښکاري نو ډېر هیله من خو نه یو، مګر بیا هم زموږ مبارزه روانه ده، تر څو چې مو انصاف تر لاسه کړی نه وي مبارزه به جاري وي".

د اې پي ایس په برید کې د وژل شوي ماشوم پلار ایډوکېټ فضل خان.
د اې پي ایس په برید کې د وژل شوي ماشوم پلار ایډوکېټ فضل خان.

د ۲۰۱۴م کال د دسمبر پر ۱۶مه د پېښور پر آرمي پبلک سکول په خونړي برید کې د شاوخوا ۱۲۵ ماشومانو په ګډون ۱۴۵ تنه وژل شوي وو، چې ذمه واري یې د پاکستاني طالبانو د تحریک د هغه مهال ویاند احسان الله احسان پر غاړه اخیستې وه.

احسان الله احسان اوس د پاکستاني پوځ په ولکه کې دی او په دې وروستیو کې داسې ګنګوسې هم وې چې ګوندې هغه به خوشي کړل شي، خو د وژل شویو ماشومانو کورنۍ له پېښور هایکورټ څخه غوښتنه کړې، چې احسان الله احسان دي عدالت ته وړاندې کړي او سزا دي یې کړي.

Recommended

XS
SM
MD
LG