د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) سره د خبرو اترو دپاره جوړې قبايلي، پارليماني جرګې ويلي د پي ټي اېم مشر منظور پشتين ورته د خبرو دپاره مثبت ځواب ویلی او په ۱۶م نېټه به د راتلونکو خبرو دپاره په ګډه جرګه راجوړيږي.
دغه جرګه چې نن د زيارت، پنجشنبې په ورځ ترسره شوې، جرګې غوښتي چې رياستي چارواکي دې د ۱۶م مې نه وړاندې د دغه جرګې سره وويني او د حکومت نه يې غوښتي په کراچۍ کې دې د پي ټي اېم غړي نه ځوروي ځکه چې دغه چلند د خبرو اترو په عمل اغېزې کولی شي.
د جرګې مشر شاه جي ګل د ډيوه خبريال ابراهيم شينواري سره په خبرو کې ويلي، " چې جرګې له کوم څلور کسان تلي وو پي ټي اېم مونږ ته ۱۶م مې نېټه راکړه هغوي به مونږ کښېني او د هغې نه وروستو به بيا مونږ د حکومت سره يو ځای، جرګه او کميټي د اپېکس کمېټۍ سره کښېنو".
هغه وويل ریاست د پي ټي اېم د ائين لاندې خبرو اورېدو او منلو ته تيار دی.
ايا د شاه جي ګل په مشرۍ جرګه د خبرو اترو څومره واک يا اختیار لري دغه پوښتنې په ځواب کې نوموړي وويل، "دوي ځکه د خپلې قامي جرګې نه مطمين دي چې دا د ریاست جرګه ده او قوي جرګه ده او د پي ټي اېم تحفظات به سرته رسوي او د رياست هغه خبرې چې هغوي (پي ټي اېم) يې د ائين او قانون نه بهر کوي ظاهره خبره ده او دوي هيله لري چې هغه به له دې نه وروستو نه کیږي".
نوموړي وويل چې جرګه د بدګمانۍ لرې کولو هڅه کوي، "ځکه چې ځينې قوتونه کوشش کوي چې د پښتنو او رياست په مینځ کې داسې شخړه منځته راشي چې مونږ بيرته د لسو کالو بدنامۍ ته لاړ شو".
هغه وويل جرګه يې د خبرو واک لري ځکه چې د پي ټي اېم خبرې د پوځ سره دي او هغه (شاه ګل) د پوځ سره د خپلو سرچينو د لارې خبرې کړې وې او پوځ ورته د خېبرپښتونخوا حکومت د سهولت کار په توګه ورکړی دی.
هغه وويل، "ما د هغو قوتونو سره خبرې کړي د کوم سره چې پي ټي اېم نېغ په نېغه خبرې وشي يا چې کومې خبرې وشي په هغو باندې عمل شي".
د يادې جرګې نن درېمه ناسته وه، له دې وړاندې د ګل، دوشنبې په ورځ د دې ناسته شوې او په وړومبۍ ناسته کې يې منظور پشتين او هغه سره ملګرو هم ګډون کړی او ويليې يې ؤ د خبرو اترو دپاره به د کوټې نه تر چتراله کميټي جوړوي او فېصله به کوي " چې خبرې د چا سره وکړي او څه ډول خبرې وکړي".
بل لور ته د پي ټي اېم مشر منظور پشتين تېره شپه په فېس بک نېغ په نېغه خبرو کې ویلي، "دوي ته د ۱۳، ۱۴ ځايونو نه جرګې ورلېږل کيږي، مونږ يې په ذهني توګه يو ځای ښکېل کړي يُو، که يو چاته هم لږ وخت ورکوؤ هغه وايي چې پرېس کانفرنس به وکړو".
هغه ويلي بیرته په وزيرستان او نورو علاقو کې حالات هم خرابولی شي.
منظور دغه خبرې په داسې حال کې کړي چې په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په ۱۳م مې د اولسي غونډې اعلا ن او کمپاي کوي خو دوي وايي چې د کمپاين په مهال يې رېنجرز او نورې ادارې غړي ځوروي.
په کراچۍ کې د پي ټي اېم په مشرانو په درېو پوليس تاڼو کې مقدمې هم درج شوي دي.