لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پکتیا:دافغان هوایي ځواکونو بریدونو کې۳۳طالبان وژل شوي


امنیتي چارواکي وایي دافغانستان په پکتیا ولایت کې په حکومت مخالفو یاغي طالبانو هوایي ځواکونو چټک بریدونه کړي چې په کې ۳۳ طالبان وژل شوي اؤ ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

دغه بریدونه د پکتیا په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې په بیلابیلو سیمو د طالبانو په پټنځایونو شوي دي

دافغانستان خبري اژانس پژواک د پکتیا د والي د ویاند عبدالله حسرت له خولې ویلي چې دافغان هوایي ځواکونو په بریدونو کې دطالبانو مهم مشران هم وژل شوي دي.

هغه دعوه کړې چې طالبان د ډیورنډ د کرښې څخه را اوختي وؤ اؤ غوښتل یې چې دلوګر په ازره اؤ دننګرهار حصارک ولسوالیو کې ځایې پځایې شي خو داسخباراتي معلوماتو په اساس پرې افغان هوایي ځواکونو بریدونه وکړل اؤ درنه مرګ ژوبله یې ور واړوله.

دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم ددغه برید پخلی کړی اؤ رسنیو ته یې ویلي چې برید دطالبانو په دوؤ موټرو شوي چې پکې پینځه طالبان وژل شوي اؤ اووه نور ژوبل شوي.

دافغانستان ختیز ولایت پاکستان دپکتیا سره ګډه پوله لري اؤ په دغه ولایت کې طالبان زیات فعاله دي.

افغان چارواکي تور لګوي چې طالبان د پاکستان دپوځ اؤ استخباراتي شبکو په مرسته افغانستان کې ترهګریز بریدونه کوي خو پاکستان دغه تورونه ردوي اؤ افغانستان کې د ناامنۍ علت دافغان دولت خپله ناکامي بولي.

په دې وروستیو کې طالبانو د الخندق په نوم د نوؤ جګړو پیل کولو اعلان کړی چې دهغې سره سم د افغانستان بیلابیلو سیمو کې د ځانمرګي بریدونو اؤ بمي چاودنو لړۍ چټک شوې ده.

تیره ورځ هم د افغانستان پلازمینه کابل کې په دوؤ ترهګریزو بمونو کې اوو کسان وژل شوي وؤ.

افغان استخباراتي چارواکو تور لګولی چې دغه بریدونه طالبانو اؤ دحقاني شبکې ترهګرو د پاکستان په مرسته کړي دي. خو پاکستان لا ددغه تور په هکله خپل دریځ نه دی واضحه کړی

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG