لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکې په ۸ میلینه ډالرو د پښتونخوا پولیسو د روزنیز مرکز دویمه برخه بشپړه کړه


په پېښور کې د امریکایي کونسلګرۍ د نشه یي موادو او قانون عملي کولو د چارو د نړیوالې څانګې مشر ګریګوري شیفر او د خیبرپښتونخوا د پولیسو مرستیال مشر ډاکټر محمد نعیم خان په دې ایالت کې د پولیسو د جوړېدونکي روزنیز مرکز د دویمې برخې لپاره ګډه غونډه وکړه.

ښاغلي ګریګوري شیفر غونډې ته په وینا کې د خپلې ادارې له خوا د پښتونخوا له پولیسو سره پر پینځلس کلنه ملګرتیا خوښي څرګند کړې او ویلي یې دي چې د پولیسو دې ګډ روزنیز مرکز د پښتونخوا پولیسو ته دا وړتیا ورکړې، چې د ترهګرۍ په شمول بیړنیو حالاتو ته ځواب ووایي:

"د پولیسو دې ګډ روزنیز مرکز د پښتونخوا سلګونه پولیسو ته لومړنۍ اسانتیا برابره کړې، چې له جدیدو اصولو سره سم یې د تحقیقاتو او کمانډ تر کچې تربیه کړي".

د پولیسو دغه ګډ روزنیز مرکز د امریکې په مالي مرسته جوړېږي، چې ۹۲۴ میلینه روپۍ (اته میلینه ډالره) لګښت به ورباندې راشي او اټکل کېږي چې دا به د پولیسو د روزنې ګنجایش دوه چنده کړي.

د نشه یي موادو ضد او د قانوني عملي کولو دغې نړیوالې امریکایي ادارې له ۲۰۱۱م کال راهیسې د پښتونخوا له پولیسو سره د روزنیز مرکز د لومړۍ برخې لپاره د یو ارب روپیو (۹ میلین ډالرو) مرسته کړې او همدارنګه یې د لازمو وسایلو په برخه کې هم د ۱۹۶ میلینه روپیو (۱.۷ میلینه ډالرو) مرسته هم ورسره کړې ده.

د پولیسو دغه نوي ګډ روزنیز مرکز د ۲۰۱۴م کال په جون کې کار پیل کړی، چې تر اوسه پکې د شاوخوا ۱۰۰ ښځینه کمانډو پولیسو په شمول د پښتونخوا ۴۰۰۰ پولیسو ته پکې روزنه ورکړل شوې ده.

د امریکې د نشه یي موادو او قانون عملي کولو د نړیوالې څانګې مشر ښاغلي ګریګوري شیفر اعتراف وکړ، چې د پښتونخوا د پولیسو د روزنیز مرکز په دویم پړاو کې د ملګرو ملتونو پرمختیايي ادارې (یو این ډي پي) هم ورسره مرسته کړې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې امریکې او پاکستان له تقریباً څلوېښتو کلونو راهیسې د ولس د امنیت د ټینګښت او په دې هېواد کې د قانون عملي کېدنې د ګنجایش د زیاتوالي په برخه کې ګډ کار کړی دی.

د نشه یي موادو ضد او د قانون عملي کېدنې دغه امریکایي اداره د نړۍ په شاوخوا ۹۰ هېوادونه کې کار کوي او مقصد یې د جرمونو، بډې اخیستو او نشه یي موادو د قاچاک په ضد د مبارزې مرسته، د پولیسو مرکزونو او د انصاف لپاره عدالتونو ته وده ورکول دي.

XS
SM
MD
LG