لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د منځنۍ کورمې ځوانان: سیمه مو د روغتیا، تعلیم، روزګار او سړک بنیادي اسانتیاوې نه لري


د قبایلي سیمې منځنۍ کورمې ځوانانو په پېښور کې د خپلو بنیادي اسانتیاوې د نشتوالي په اړه یوه غونډه کړې او ویلي یې دي چې د سیمې خلک یې د تعلیم، روغتیا، روزګار او د مواصلاتو اسانتیاوې نه لري.

د کورمې د علي شېرزۍ او څمکنۍ سیمو ځوانانو په پېښور پریس کلب کې د غونډې په مهال وویل، چې په سیمه کې یې د یو لک ابادۍ لپاره یو های سکول هم نه شته. دوی له حکومته غوښتنه وکړه چې د ژوند بنیادي اسانتیاوې دې ورکړي.

په غونډه کې شریک یوه ځوان نور احمد وي.او. اې ډیوه ته د خپلو غوښتنو په اړه وویل: "سړک، تعلیم، روغتون او د څښلو اوبه نه لرو، پېښور ته ځکه راغلي یو چې له حکومته خپلې بنیادي اسانتیاوې وغواړو".

په منځنۍ کورمه کې پاکستاني پوځ د ۲۰۱۰م او ۲۰۱۲م کال تر منځ د وسلوالو طالبانو په ضد د (کوهِ سفید) په نامه پوځي عملیات کړي وو، چې په نتیجه کې یې د سیمې شاوخوا ۲۵۰۰۰ کورنۍ بې کوره شوې وې.

د غونډې برخوالو وویل چې بې کوره شوي خلک یې شاوخوا شپږ کاله مخکې لا بیرته خپلو سیمو ته ور ستانه شوي دي، خو وایي له قدرتي آفتونو سره د مبارزې قبایلي ادارې (ايف ډي ایم اې) په تېر ۲۰۱۷م کال کې هلته سروې پیل کړې، چې لا بشپړه شوې نه ده او د خلکو د ژوند د بحالۍ لپاره یې څه نه دي کړي.

په غونډه کې شریک د منځنۍ کورمې یو بل ځوان سید راهي څمکنی وایي، د سیمې ټول سړکونه یې کنډ کپر دي، د روغتیا او تعلیم حالت یې هم له تباهۍ سره مخامخ دی.:

"تعلیم زموږ ډېر وران دی، یو لسم پاس استاد به وي هغه به زموږ بچو ته سبق ښیي، موږ له حکومته مطالبه کوو چې موږ ته اعلی تعلیمیافته استادان راکړي".

دغه قبایلي ځوانانو وایي د منځنۍ کورمې خلک د حکومت له خوا د ژوند په بنیادي انساني حقونو کې له پامه غورځول شوي دي، چې وایي باید په سنجیدګۍ سره توجه ورته وشي.

دوی وایي په سیمه کې چې یې د ۲۰۱۰م کال له پوځي عملیاتو له اغېزمنو خلکو سره د مرستې لپاره کومه سروې روانه ده، دا باید په کره او شفاف ډول تر سره شي او هغه چاته د خپلو کورونو د بیارغونې لپاره معاوضه ورکړل شي، چې بې کوره شوي وو.

XS
SM
MD
LG