لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دانډونیشیاء کانفرنس کې په طالبانو دسولې خبرو ته کښېناستو غږ شوی


دانډونیشیاء پلازمینه جاکارته کې دافغانستان، پاکستان اؤ انډونیشیاء ددیني عالمانو کانفرنس پیل شوی اؤ ددغه کانفرنس په ترڅ کې دطالبانو څخه غوښتنه شوې چې دافغان دولت د سولې وړاندیز باید اومني اؤ دسولې دپاره دولت سره مزاکراتو ته کښینې.

دانډنیشیاء صدر ښاغلي جوکو ویدو د دریواړو هیوادونو په دیني عالمانو غږ کړی چې افغانستان کې دامنیت په ټېنګښت کې خپل رول ولوبوي.

کانفرنس ته پخپله پرانستونکې وینا کې د انډونیشیاء صدر ویلي راځئ چې د روژې دمیاشتې په احترام افغانستان کې دسولې دپاره په اخلاص سره ګامونه واخلو ترڅو ددغه هیواد خلک په هوسا ډول خپل ژوند پرمخ یوسي.

دافغانستان دخبري ادارې پژواک له مخې پخپله وینا کې د انډونیشیاء صدر افغانستان د اسلامي نړۍ د دوهم فلسطین په نامه بللی اؤ اؤ ویلي یې دي چې دافغانستان په خلکو ظلم کیږي ، بېګناه وژل کیږي.

هغه په دغه موقعه دخپل هیواد له لوري افغانستان سره دسولې دپروسې په ګډون،اقتصادي پیاوړتیا، دپولیسو په روزنه اؤ د نشه اي موادو دمخنیوي په چارو کې هم مرستو ته چمتووالی ښودلی دی.

دپژواک د راپور له مخې کانفرنس ته پخپله وینا کې دانډونیشیاء ددیني عالمانو د شورا مشر دافغانستان په دیني عالمانو اؤ خلکو غږ وکړو چې دخپل حکومت اؤ نظام ساتنې ته کلک ودریږي.

دافغانستان څخه په دغه کانفرنس کې دګډون کوونکو ۲۰ؤ عالمانو د ډلې څخه ښاغلي مولوي عطاء الله لودین کانفرنس ته خپله وینا کې ویلي چې په سیمه کې ځینې ترهګرې ډلې داسلام دنوم نه غلطه استفاده کوي اؤ په دغه هیواد کې په جوماتونو،مدرسو، ښوونځیو اؤ روغتونونو بریدونه کیږي چې پکې عام مسلمان وژل کیږي.

هغه دافغانستان جګړه د اسلام اؤ مسلمانانو په ضد وبلله اؤ وئ ویل انډویشیاء ته د ورتګ مقصد یې دادی ترڅو خلکو ته وښایي چې افغانستان کې څه روان دي.

هغه وویل مونږ هیله لرو چې طالبان به دانډونیشیاء دعالمانو دکانفرنس په احترام دافغان دولت له لوري هغوئ ته دسولې شوی وړاندیز ومني اؤ مزاکراتو ته به کښیني.

هغه زیاته کړې ده چې دافغانستان حکومت اسلامي دي، قوانین یې شرعي دي اؤ پریکړې پکې هاغه قاضیان کوي چې داسلامي زده کړو څخه برخمن دي ځکه نو باید ملاتړ یې وشي

د پاکستاني ددیني عالمانو دپلاوي یو غړي او د اسلامي ایډیالوژیکي مرکز مشر ډاکټر قبله ایاز وي او اې ډیوه ته له سفر وړاندې ویلي و چې له هغو کسانو سره هم باید خبرې وشي څوک چې په ځآن وژونکو بریدونو او حملو کې لاس لري.

طالبانو انډویشیاء کې د راجوړ شوي دغه کانفرنس سره د وړاندې نه مخالفت ښودلی اؤ دافغانستان په دیني عالمانو یې غږ کړی ؤ چې باید دغه کانفرنس کې برخه وانه خلي.

فغان څېړونکي په دې اند دي چې د اندونیزیا کانفرانس به په زغرده دا غږ پورته کړي چې د افغانستان جګړه یو ناروا او غیر شرعي جګړه ده او په اړه یې باید دیني علما یوه ګډه شرعي فتوه ورکړي

XS
SM
MD
LG