لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

بنو:په پولیسو بمي برید کې یو عسکر وژل شوی،شپږ تنه ژوبل


Attack on police

دخیبر پښتونخوا په بنو سیمه کې دپولیسو په یو ګاډي ګاډي بمي برید کې یو پولیس عسکر وژل شوی اؤ د دوؤ عسکرو په ګډون شپږ کسان نور ژوبل شوي دي.

دسیمې څخه د پولیس سرچینو له مخې دغه چاودنه د جمعې په ورځ د بنو د کوهاټ چونګي په سیمه کې دپولیسو په یو موبائیل شوې ده.

پولیس وایي چاودیدونکي مواد په یو موټر سائیکل پسې تړل شوي وؤ‌ چې دپولیسو د ګاډي سره نزدې دریموټ دلارې چؤل شوي دي.

د چاودنې نه وروسته په ګڼ شمیر پولیس اؤ مرستندویه فعالین د چاودنې ځایې ته ورغلي اؤ په پېښه کې وژل شوی یو عسکر اؤ ژوبل کسان یې دبنو سول روغتون ته رسولي دي.

تر دې مهاله هیڅ یوې تندروه ډلې ددغه چاودنې پړه پغاړه نه ده اخستې .

په بنو کې له دې وړاندې هم وخت په وخت په پوځ اؤ پولیسو دغه رقم وژونکي بریدونه شوي چې تر دې مهاله پکې ګڼ په لسګونو عسکر مړه شوي اؤ ژوبل شوي دي.

دبنو په کوهاټ چونګي کې په پولیسو دغه بمي چاودنه په داسې حال کې شوې چې د روانې اوونۍ په پیل کې دپاکستان استخباراتو شبکو خبر ورکړی ؤ چې دترهګرو په یوه غونډه کې دخیبر پښتونخوا په سرښار پېښور کې د ترهګریزو بریدونو پلان جوړ شوی دی.

د زیارت اؤ جمعې په مینځ شپه کې دپېښور په یو هوټل کې هم چاودنه شوې چې پکې د یوې کورنۍ پینځه غړي وژل شوي اؤ دوه ژوبل شوي خو پولیس وایي چې دغه چاودنه د ګیس سلینډر دچاودنې له امله شوې ده

XS
SM
MD
LG