لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ملل متحد:اسرائیل اؤ ایران دې سمدستي یو بل نه قلار شي


داسرائیل لخوا په شام کې دایران په اهدافو دبمبارۍ نه وروسته د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیرس په ټولو خواؤ غږ کړی چې په سمدستي ډول باید دیو بل په ضد اخستل کیدونکي ګامونه ودروي.

دامریکا د صدر ډانلډ ټرمپ لخوا ایران سره د اټومي تړون د ختمولو له اعلان وروسته داسې اندېښنې ښودل کیږي چې شام ،ایران اؤ اسرائیل یا خو نیغ په نیغه د یوې سترې جګړې په میدان بدلیدلی شي اؤ یا هم دغه هیوادونه دیو بل په ضد محازونه پرانستی شي.

د زیارت په ورځ دشوې نښتې نه وروسته دملګرو ملتونو دعمومي سکتر انتونیو ګوتیرس د ویاند لخوا په یو بیان کې ویل شوي چې منځنی ختیز د وړاندې څخه د ستختو شخړو په غیږه کې پروت دی چې له امله یې دعامو خلکو ستونزې بې کچه سیوا شوي دي.

دملګرو ملتونو مشر دامنیت شورا څخه هم غوښتنه کړې چې دایران اؤ اسرائیل په شخړه کې خپل هاغه چټک رول ترسره کړي چې دملګرو ملتونو د چارټر په اساس یې ذمه واري جوړیږي.

اسرائیل ویلي په شام یا سوریه کې د ایران ځواکونو داسرائیل د ولکې لاندې دسوریې په سرحدي سیمه ګولان هائټس کې دچارشنبې په شپه د هغوئ په پوسټو د راکټونو بریدونه کړي چې پکې زیاتره راکټونه دهغوئ دمیزائیلو دفاعي نظام په هوا کې تباه کړي دي.

داسرائیل دپوځ له مخې ددغو راکټي بریدونو جواب کې دهغوئ جنګي الوتکو په سوریه کې خواوشا ۵۰ داسې پوځي‌ تاسیسات په نخښه کړي چې دایران پوځ ترې استفاده کوله.

دایران حکومت تر دې مهاله د اسرائیل ددغو دعوؤ په اړوند خپل غبرګون نه دی ښکاره کړی خو داسرائیل حکومت دملګرو ملتونو دسلامتي کونسل اؤ عمومي سکتر څخه غوښتنه کړې چې په سمدستي ډول باید د ایران ددې برید غندنه وکړي.

دملګرو ملتونو دامنیت شورا د سوریې په شخړه یوه خوله نه ده اؤ دجمعې تر سحره ددغه شورا۱۵ؤ غړو څخه یو هم داسرائیل اؤ ایران ترمینځ په تازه نښتو د شورا د غونډې رابللو خواست نه دی کړی.

XS
SM
MD
LG