دهند دانتظام لاندې دکشمیر اعلی وزیري محبوبه مفتي په نوي ډیلي ټینګار کړی چې ریاست کې د تندروه وسله والو په ضد د تیرو څو میاشتو نه روان سخت پوځي مهم باید د روژې په میاشت کې وځنډوي اؤ د جنګ بندۍ اعلان وکړي.
سرینګر کې دټول ګوندیز کانفرنس په پاي کې خبریالانو ته مشرې وزیرې ویلي په دغه کانفرنس کې ټول برخه وال په دې خبره یوه خوله وؤ چې دهند حکومت باید د ډزبندۍ په وړاندیز سنجیده غور وکړي.
هغې وویل په دغه کانفرنس کې پریکړه شوې ده چې د ټولو ګوندونو یو ګډ پلاوی به ډیر زر دهند وزیراغظم نریندر مودي سره وویني اؤ هغه ته به مخ په مخ د ډزبندۍ وړاندیز وکړي.
نوموړې وویل دغه پلاوی به د وزیراعظم مودي څخه وغواړي چې کشمیر کې باید د سیاسي تماسونو عځولو په لړ کې پرمختګ وکړي.
دغه ټول ګوندیز کانفرنس په هندي کشمیر کې د تشدد دسیوا شوؤ پېښو په ځانګړي ډول د ځلمو لخوا پولیسو اؤ پوځیانو سره د کیدونکو نښتو په اړوند رابلل شوی ؤ.
کانفرنس کې دګډ حکومت د ائتلافي ګوند پیپلز ډیمو کریټک پارټۍ، دبهارتیه جنتا پارټۍ.مخالفو ګوندونو نیشنل کانفرنس، کانګریس اؤ دڅو نورو سیمه ییزو هند پلوه سیاسي ګوندونو مشرانو اؤ استازو برخه لرله.
دهندي کشمیر د حکومت ویاند اؤ تعمیراتو وزیر سید نعیم اختر ویلي چې د غونډې برخه وال په دې خبره یوه خوله شول چې کشمیر کې دتاؤ تریخوالي ختمولو اؤ دامنیت ټېنګښت دپاره باید سیاسي تماسونه ونیول شي.
دهند دانتظام لاندې دکشمیر د ازادؤلو په هڅو بوخت میر واعظ عمر فاروق دهند دمشرې وزیرې لخوا رابلل شوی دغه کانفرنس یو فریب ګرځولی دی.
هغه ویلي دکشمیر په خراب وضعیت د هند پلوه ګوندونو غونډه رابلل یوه لا حاصله هڅه ده اؤ نن چې په کشمیر کې کوم وضعیت دی ددې د رامنځته کولو ذمه وار هم دغه ګوندونه دي.