لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ درې نور مشران نيول شوي


په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ(پي ټي اېم) مشران وايي چې د دوي څو ملګري تيره شپه ناوخته د رېنجرز ځواکونو نيولي او د ځينو څخه يې موبايل ټيليفونونه اخستي دي.

د پي ټې اېم يو مشر محسن دواړ وي او ای ډيوه سره په خبرو کې وويل، دوي د کراچۍ کمشنر غوښتي ؤ چې د دوي د جلسې په اړوند ورسره خبرې وکړي.

هغه وويل چې څه وخت دوي د کمشنر د دفتر دروازې ته ورسېدل هلته د رېنجرز ځواکونو د دوي درې ملګري ګل مرجان، هاشم مندوخېل او سېف افغان ونيول او د علي وزیر، سېدعالم محسود او ارمان لوڼي څخه يې موبايل ټيليفونونه واخستل.

د کراچۍ کشمنر، صوبايي چارواکو او رېنجرز ځواکونو په دغه اړوند په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

په کراچۍ کې د تېر اتوار د ورځې راهسې د پي ټي اېم مشران ادعاوي کوي چې د دوي غړي او پلويان رېنجرز ځواکونه نیسي او څو ساعته وروستو يې بيا پرېږدي.

د تېر اتوار په ورځ پي ټي اېم په کراچۍ کې د جلسې کولو اعلان کړی ؤ.

په دغو کسانو کې ځينو چې خپل نوم ښکاره کول نه غواړي، وي او ای ډيوه سره په خبرو کې ويلي رېنجرز د دوي سره د ملزم په رنګ رويه نه ده ساتلې خو دومره يې ورته ويلي چې د پي ټي اېم خلک د ریاست پرضد راپاڅيدلي تاسو د دوي څخه ډډه وکړئ.

د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه يوه مياشت وړاندې د پي ټي اېم د نوم اخستو پرته ويلي ؤ چې دا يو جوړ شوی پلان شوی (انجينيرډ) تحریک دی.

نوموړي ويلي ؤ چې د چا په لمسه به د احتجاجونو اجازه ور نه کړو.

پي ټي اېم وايي د رياست پرضد نه دي راپاڅيدلي د پښتنو د عدالت نه لرې وژنو، په چيک پوسټونو بې ځايه تنګولو، ماينونو پاکولو، د ورک کړل شوؤ خلکو عدالتونو ته وړاندې کولو او په کراچۍ کې د نقيب مسيد په وژنه تورن نيول شوي پخواني پوليس افسر راؤ انوار ته د سزا ورکولو غوښتنه کوي.

د پي ټې اېم مشر منظور پشتين وايي د پاکستان په ائيني چوکاټ کې دننه غوښتنې لري، او دپاکستان ځينې سياسي ګوندونه د پي ټي اېم غوښتنې جايز ګڼي او وايي رياست بايد د دوي خبرې ته غوږ ونيسي.

او په دغه لړ کې د پي ټي اېم سره د خبرو دپاره ځینې جرګې هم رواني دي.

په کراچۍ کې پي ټي اېم د مې په ۱۳م د اتوار په ورځ د جلسې اعلان کړی او په جناح ګراؤنډ يې د جلسې کولو ويلي ؤ خو پرون دوي وويل چې په دغه ځای ورته د جلسې کولو اجازه ورنه کړی شوه ځکه دوي به اوس جلسه په سهراب ګوټ کې کوي.

تيره شپه ځايي رسنيو د صوبې د کورنيو چارو وزير سهېل انور سيال له خلې ويلي چې کمشنر کراچۍ ته يې لارښوونه کړې چې د پي ټي اېم د مشرانو سره وويني او د جلسې کولو انکار چاته هم نه دی شوی.

په جناح ګراؤنډ پيپلزپارټي نن په خپله هم يوه جلسه کوي.

د پي ټي اېم مشران وايي د دوي درې نور کسان هم نيول شوي او د دوه ورځو راهسې بند دي، او د دوي پرضد د ښار په درېو پولیس تاڼو کې مقدمې هم درج شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG