لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغانستان:بریدونو اؤ نښتو کې۳۵امنیتي سرتیري اؤ۱۴ترهګر وژل شوي


چارواکي وایي دافغانستان په فراه اؤ ننګرهار ولایتونو کې دترهګرو بریدونو، دافغان ځواکونو عملیاتو اؤ د ورانکارو ډلو خپل منځي نښتو کې ۳۵ امنیتي سرتیري اؤ ۱۴ ترهګر وژل شوي دي.

دافغانستان خبري شبکه پژواک وایي تیره ورځ فراه ولایت کې طالبانو په یو شمیر امنیتي پوسټو بریدونه کړي چې پکې ۳۵ امنیتي سرتیري وژل شوي اؤ ګڼ شمیر نور ژوبل شوي دي.

پژواک دسیمه ییزو چارواکو له خولې ویلي چې دغه بریدونه د فراه رود په دوراهي‌سیمه کې‌ په یوه قرارګاه، دلاش اؤ جوین ولسوالۍ په امنیه قوماندانۍ اؤ دفراه دمرکز په ځینو امنیتي پوسټو شوي دي

همدغه راز پاکستان سره په پوله پروت دافغانستان ختیز ولایت ننګرهار کې دترهګرو ډلو داعش اؤ طالبانو خپل منځي نښتو اؤ دافغان ځواکونو عملیاتو کې د نهو داعشیانو په ګډون ۱۴ ترهګر وژل شوي دي.

پژواک وایي دننګرهار بټي کوټ سیمه کې تیره ورځ افغان امنیتي سرتیرو د طالبانو په ضد عملیات کړي چې پکې پنځه طالبان وژل شوي اؤ اووه نور ژوبل شوي دي.

دننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼي ویلي دافغان ځواکونو لخوا سیمه کې د ترهګرو په ضد عملیات پیل کړل شوي اؤ په دغو عملیاتو کې افغان سرتیرو ته د بهرنیو ځواکونو هوایي اؤ زمکنۍ مرستې هم ترلاسه دي.

په عین حال کې دننګرهار اچین ولسوالۍ کې د طالبانو اؤ داعش جنګیالو ترمینځ په یوه درنه نښته کې نهه داعشیان وژل شوي.

دننګرهار دامنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال ویلي دداعش اؤ طالبانو ترمینځ دغه نښته تیره ورځ داچین ولسوالۍ په عبدالخیلو باغ دره سیمه کې شوې ده.

هغه په دغه نښته کې دنهو داعشیانو د وژنی پخلی وکړو خو وئ ویل معلومه ورته نه ده چې په دغه نښته کې طالبانو ته څومره زیاتونونه اوښتي دي.

اچین په ننګرهار ولایت کې د داعش تر ټولو قوي مرکز ګڼل کیږي اؤ په دغه ولسوالۍ کې تیر کال داپریل میاشت کې امریکایي ځواکونو دداعش په ترهګرو تر ټولو ستر بم (دبمونو مور) هم غورځولی ؤ چې دداعش ګڼ مهم مشران پکې وژل شوي وؤ.

XS
SM
MD
LG