لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دجنرالانو غونډه کې دترهګرو نه دپاکو سیمو سول انتظامیې ته په سپارلو غور


پاکستان کې دپوځ په مسلکي چارو دخبرو په هکله دپوځي چارواکو یا فیلډ کمانډرانو دغه غونډه تر ټولو مهمه بلل کیږي.
پاکستان کې دپوځ په مسلکي چارو دخبرو په هکله دپوځي چارواکو یا فیلډ کمانډرانو دغه غونډه تر ټولو مهمه بلل کیږي.

دپاکستان دپوځ دسرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه په مشرۍ دپوځ دجنرالانو په یوه مهمه کلیزه غونډه کې دترهګرو څخه دپاکو کړل شوؤ سیمو سِول یا غیر پوځي انتظامیې ته په سپارلو غور شوی دی.

دپوځ مطبوعاتي څانګه وایي د فارمیشن(منظورۍ ورکولو)د کمانډرانو دغه ۷۶مه مهمه کلیزه غونډه دپاکستان دپوځ په مرکز جي ایچ کیو کې دجنرال قمر جاوید باجوه په مشرۍ شوې چې پکې کورکمانډرانو، اؤ دګامونو دمنظورۍ ورکولو پوځي کمانډراو برخه لرله.

پاکستان کې دپوځ په مسلکي چارو دخبرو په هکله دپوځي چارواکو یا فیلډ کمانډرانو دغه غونډه تر ټولو مهمه بلل کیږي.

دپوځ په بیان کې راغلي چې په غونډه کې ترهګرو نه دپاکو کړل شوؤ سیمو سول انتظامیې ته دسپارلو،دجغرافیایي تګلارو،ملي امنیت ته دپېښو ګواښونو اؤ ننګونو په اړوند په ګڼو مهمو چارو غور شوی دی.

په پاکستان کې د زرګونو پښتنو لخوا د پښتون ژغورنې دغورځنګ په بڼه د راپورته کیدلو اؤ د درنو احتجاجي جلسو نه وروسته دترهګرو نه دپاکو کړل شوؤ سیمو سول انتظامیې ته د سپارلو چارې زیات ارزښت ترلاسه کړی دی.

دا مهال دپښتون ژغورنې غورځنګ په ګرد هیواد کې احتجاجي جلسې پیل کړي چې په دغو جلسو کې په ځانګړي ډول په پوځ اؤ امنیتي ادارو ټکونه کوي اؤ تور لګوي چې پوځ اؤ استخباراتي ادارو په زرګونو پښتانه بې درکه کړي، ګڼ شمیر یې دمحکمې ترشا وژلي اؤ په چیک پوسټونو دخلکو سره بده وضعه کوي.

خو پوځ دغه تورونه ردوي اؤ وایي چې ټول ګامونه یې هیواد کې دامنیت ټینګولو دپاره اخستي دي.

دپوځ په بیان کې ویل شوي د فارمیشن کمانډرانو په کانفرنس کې هوډ شوی چې پوځ به دیوې ریاستي ادارې په توګه د نورو ادارو په ملاتړ د قام خدمت ته دوام ورکوي.

کانفرنس ته پخپله وینا کې دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه ویلي چې دپاکستان د ولس اؤ قانون پځایې کوونکو ادارو دقربانیو له امله دتندلاریتوب په ضد جګړه کې کامیابۍ ترلاسه شوي دي.

دپوځ دبیان ترمخه په دغه موقعه پوځي سرلښکر د پوځ د مسلکي فعالیتونو اؤ لوړ مورال ستائنه هم کړې اؤ ویلي یې دي چې “مونږ ګاونډیانو سره په امن د اوسیدلو هیله لرو خو که هغوئ څه رقم تیری هم وکړو نو کوټلی ځواب به یې ورکولی شي”

دپاکستان دپوځ په بیان کې که هرڅو دا سپناوی نه دی شوی چې دګاونډیانو نه دجنرال باجوه اشاره د کوم هیواد لوري ته ده خو دپاکستان اؤ هند ترمینځ په دې وروستیو کې په ګډه پوله تاؤ تریخوالی سخت سیوا شوی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG