لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

راؤ انوار محکمې نه په ضمانت دخوشې کیدلو خواست کړی


دنقیب الله مسید د وژنې په تور بندي پولیس افسر راؤ انوار محکمې نه په ضمانت د خوشي کیدلو خواست کړی چې په دې محکمې د اړونده اړخونو څخه ځواب غوښتی دی.

د کراچۍ دملیر سیمې دپولیسو په مشر راؤ انوار تور دی چې دخپلو پولیسو د ډلې په ملتیا یې د روان کال دجنورۍ په ۱۳مه نېټه دجنوبي وزیرستان ۲۶کلن زلمي د دریوؤ نورو کسانو ترڅنګ د پولیسو په یوه نقلي مقابله کې وژلی دی.

دخالي په ورځ راؤ انوار دخپل وکیل په لاس کراچۍ کې د ترهګرۍ دمخنیوي محکمې ته خواست کړی چې هغه باید په ضمانت خوشې کړل شي.

راؤ انوار اؤ دهغه د ډلې نور پولیسان د نقیب مسید له وژنې وروسته مخروران شوي وؤ خو راؤ انوار دمارچ په میاشت کې محکمې ته ځان وړاندې کړی اؤ پولیسو هغه نیولی ؤ.

داسې ویل کیږي چې دسندهـ صوبې دکورنیو چارو محکمې راؤ انوار دپاره دهغه خپل کور زندان ګرځولی اؤ هغه د زندان پځایې پخپل کور کې شپې سبا کوي.

د راؤ انوار وکیل محکمې ته دهغه دضمانت دخواست کولو په مهال ویلي چې کله دنقیب مسید د وژنه پېښه رامنځته کیدله په هغه موقعه راؤ انوار موجود نه ؤ اؤ هغه په دغه وژنه کې لاس نه لري ځکه نو ترڅو چې دهغه په ضد روانه مقدمه فیصله شوې نه وي هغه دې په ضمانت خوشې کړل شي.

خو د راؤ انوار نه دپلټنو دپاره د سترې محکمې په امر جوړې کړل شوې ګډې پلټنیزې ډلې محکمې ته دخپلو ورکړو په راپور کې ویلي چې پلټنو کې په ډاګه شوي ټیلي فوني تماسونه د نقیب مسید د وژنې په مهال د راؤ انوار موجودیت ښایي.

د نقيب مسيد په وژنه په ټولنيزو رسنيو د شور او احتجاجي مظاهرو وروستو سترې محکمې خپل ځاني نوټس اخستی ؤ.

په ۲۳م جنورۍ د نقيب مسيد د پلار محمدخان په مشرۍ د راؤ انوار او هغه سره شامله پولیس ډله باندې د ترهګرۍ د مادو لاندې مقدمه درج کړی شوې او هم په دغه ورځ راؤ انوار د اسلام اباد د هوايي ډګر نه بهر د تلو هڅه کړې خو واپس کړی شوی ؤ.

وروستو د عدالت په حکم د هغه نوم په اېګزټ کنټرول لسټ کې اچول شوی او د بېنک اکاؤنټونه يې تړل شوي وو.

د نقيب مسيد د وژنې وروستو د راؤ انوار د نيولو دپاره په ګرد هیواد کې احتجاجي مظاهرې شوې وې.

په راؤ انوار تورونه لګي چې هغه نه يواځې نقيب الله مسيد او هغه سره درې نور ملګري په جعلي مقابله کې وژلي بلکې په راؤ انوار دا تورونه هم لګي چې هغه د ۴۰۰ نه زيات بې ګناه خلک په جعلي مقابلو کې وژلي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG