لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو پر نیونې احتجاجونه، خو لسګونه نور نیول شوي


د پښتون ژغورنې غورځنګ نننۍ جلسې ته په تیارو بوخت د دې تحریک نیول شوي شاوخوا پینځلس غړي لا نه دي خوشي شوي او د نیول کېدو په ضد یې پرون د پاکستان په شمول په نوره نړۍ کې هم احتجاجونه وشول، خو نن یې بیا لسګونه پلویان په کلاسیف الله او مستونګ کې نیول شوي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران وایي جلسې ته د کراچۍ انتظامیې اجازه ورکړې، خو وایي د ښار رېنجرز ځواک پرله پسې خنډونه ورته جوړوي، د جلسې تیارۍ ته یې نه پرېږدي، کسان یې نیسي، تشدد ورباندې کوي او په غیرقانوني توګه یې په خپله ولکه کې ساتي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه غړي رفیع الله کاکړ پر ټویټر لیکلي دي، چې تر اوسه پورې یې ۱۵۰ کسان نیول شوي او موبایل ټیلیفونونه ځنې اخیستل شوي دي:

"په کراچۍ او کراچۍ ته په ورغلیو لارو باندې د پي ټي ایم غړي په جبري توګه نیول کېږي. تر اوسه پورې په مستونګ، خضدار، سکر، حیدراباد او شکارپور کې د پي ټي ایم کاروانونه درول شوي دي".

د بلوچستان په کلاسیف الله سیمه کې د خالي- شنبې په ورځ سلګونه کسان د احتجاج په توګه سړکونو ته را وتلي وو او په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرانو د نیول کېدو غندنه یې کوله. پر ټولنیزو رسنیو د دې تحریک ملاتړو لیکلي چې دوی سوله ییز احتجاج کاوه، خو پولیسو ورباندې تشدد پیل کړ او د دوی ګڼ شمېر کسان یې ونیول چې د وروستیو معلوماتو له مخې لا هم په تاڼه کې بند دي.

د کلاسیف الله په شمول په ږوب، پېښور، اسلام اباد، کېنېډا او واشنګټن ډي.سي کې هم د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرانو د نیول کېدو په ضد احتجاجونه شوي او د پاکستان له ریاستي ادارو یې غوښتنه کړې، چې د دې تحریک د سوله ییزو جلسو په مخ کې خنډونه جوړ نه کړي.

وروستي رپوټونه وایي چې د بلوچستان د ږوب، پښین، چمن او ځینو نورو سیمو شاوخوا ۳۵ ځوانان په یوه بس کې د کراچۍ جلسې ته روان وو، چې د مستونګ په کډکوچه سیمه کې لېویز پولیسو د دوی بس و دراوه او پر مخ د تللو اجازه نه ورکوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه فعال غړي عدنان خان شالیزي پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي دي، چې دوی د شپې له لسو بجو درول شوي او ورته ویل کېږي چې د ورځې په درې بجې به اجازه ورکول کېږي:

"په جلسه کې له ګډونه د را ګرځولو لپاره د کډکوچه لېویز تاڼې په سیمه د اېجنسۍ [استخباراتو] کسانو ودرولو. له څه سبب پرته یې څلور ګنټې وځورولو. ۲۵ ملګري یې په لېویز تاڼه کې ساتلي، زه او اته نور ملګري یې له تاڼې دباندې پرېیښي یو".

پاکستاني چارواکو تر اوسه د پښتون ژغورنې غورځنګ د فعالینو د نیول کېدو په اړه څه نه دي ویلي، خو د دې تحریک د غړیو په ضد د کراچۍ په درو بېلو بېلو پولیس تاڼو کې مقدمې هم شوې دي او هغوی په دې تورن شوي چې وایي د پاکستاني پوځ او استخباراتي ادارو په ضد شعارونه ورکوي او بې بنیاده تورونه ورباندې لګوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG