په قبایلي سیمه باجوړ کې د ګڼو توفاني بارانونو له امله خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي او د یوې دیني مدرسې د چت را نړېدو په پېښه کې ګڼ شمېر زده کوونکي مړه او ژوبل شوي دي.
د باجوړ د مرکز خار ځایي انتظامي چارواکو رسنیو ته ویلي، چې دا پېښه په موخه ماموند سیمه کې شوې او په نتیجه کې یې د مدرسې پینځه زده کوونکي مړه شوي او شپاړس نور ټپیان شوي دي.
د ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د خبر له مخې د فاټا سیکرټرېټ ویاند عبدالسلام وزیر ویلي چې، د مدرسې چت د ګڼ باران او توفاني سیلۍ له امله په داسې وخت کې را لوېدلی، چې لسګونه زده کوونکي پکې په سبقونو بوخت وو.
ورځپاڼه لیکي چې تر پېښې سمدستي وروسته ځایي خلک او امنیتي سرتېري ورغلي او تر خاورو-خځلو لاندې شوي زده کوونکي یې را ایستلي، چې ویل کېږي د ډېرو ژوند یې ژغورلی دی.
په پېښه کې ټپي زده کوونکي د درملنې لپاره د خار سرکاري روغتون ته وړل شوي، چې د باجوړ انتظامي چارواکو پکې سمدستي بیړنی حالت اعلان کړی دی، خو تر اوسه دا نه ده څرګنده چې د ټپیانو حالت څنګه دی.
پاکستاني رسنۍ وایي د بارانونو له امله د باجوړ په مرکز او ځینو نورو سیمو کې هم د کورونو دېوالونه او چتونه نړېدلي دي. د ماموند په نهاګ سیمه کې د یو کور د چت را لوېدو له امله د دوایي خان په نوم د یو تن مېرمن مړه شوې او په مرکز خار کې هم د رحمان الدین په نوم یو تن هم د دېوال نړېدو په نتیجه کې مړ شوی دی.
همدارنګه د مومند اېجنسۍ د صافي تحصیل په آدمزو کلي کې هم د بارانونو له امله د یو کور چت را لوېدلی او یوه ښځه پکې مړه شوې ده او د مومندو په ګاګیزو سیمه کې هم چت را لوېدلی او یو تن تر لاندې مړ شوی دی. په خیبراېجنسۍ کې بیا یو لس کلن ماشوم باراني اوبو وړی او مړ شوی دی.
د باجوړ په شمول په مومند، خیبر اېجنسۍ او ځینو نورو قبایلي سیمو کې ګڼو توفاني بارانونو او ږلیو د خلکو فصلونو ته هم تاوانونه رسولي دي، خو د قبایلي سیمو لپاره له قدرتي آفتونو د ژغورنې ادارې (ایف ډي ایم اې) تر اوسه له بارانونو د اوښتو تاوانونو په اړه څه نه دي ویلي.