لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ ته په لاره منظور پشتین دسختو خنډانو سره مخ دی


دپښتون ژغورنې غورځنګ نن په داسې حال کې په کراچۍ کې خپله یوه ستره احتجاجي جلسه کوي چې ددغه غورځنګ مشر کراچۍ ته د سړک دلارې دسفر کولو په مهال د سختو کړاوونو سره مخ دی اؤ ځائ پر ځائ یې امنیتي ځواکونه مخه نیسي.

د پي ټي‌ایم مشران وایي دکراچۍ دجلسې نه وړاندې په کراچۍ اؤ دهیواد نورو برخو کې ددغه غورځنګ په سوؤنو فعالین امنیتي ادارو نیولي دي .

ټاکل شوې ده دکراچۍ جلسې ته به دپي ټي ایم مشر منظورپشتین وینا کوي خو دغه جلسه کې دګډون دپاره داسلام اباد اؤ لاهور دهوایي اډو څخه کراچۍ ته منظور پشتین په جهاز کې تګ ته نه دی پریښودل شوی.

په سوشل میډیا خپره شوې یوه ویډیو کې لیدل کیږي چې په هوایي ډګر کله منظور پشتین دپاره بورډنګ کارډ یا جهاز ته دختلو اجازت اخستل کیږي نو د یوې شخصي هوایي کمپنۍ” سیرین “استازی وایي “مونږ سره د کمپیوټر په نظام کې د منظور پشتین نوم نه راځي”

دمنطور پشتین ملګري په دغه ویډیو کې د هوايي کمپنۍ استازي ته د منظور پشتین ټکټ ورښایي اؤ ورڅخه پوښتنه کوي” چې هرکله مونږ د ټکټ پیسې جمع کړي اؤ ټکټ راکړل شوی نو بیا ولې د نورو کسانو نومونه تاسو سره راځي اؤ منظور پشتین نوم درته کمپیوټر کې نه راځي؟ “خو دکمپنۍ نمائنده هغوئ ته هیڅ دقناعت وړ ځواب نه ورکوي

د یکشنبې په ورځ منظور پشتین ته نزدې سرچینو وائس اف امریکه ډیوه ته ویلي چې په لاهور اؤ اسلام اباد کې منظور پشتین ته جهاز کې د سفر د اجازې نه ورکړل کیدو نه وروسته منظور پشتین د سړک د لارې کراچۍ ته روان شوی خو په لاره هغه ته دغه سفر کې سخت خنډان راولاړیږي.

سرچینې وایي چې منظور پشتین پسې دلاهور نه دوه ګاډي ورپسې شوي اؤ ځایې پځایې هغه ته چیک پوسټونه جوړ دي، سړک ورته بندوي اؤ کله چې منظور پشتین دبند سړک له وجې د ساعتونو اوږد پیاده مزل وکړي اؤ بیا ټیکسي نیسي نو ورپسې دنامعلومو خلکو ګاډي ټیکسي درائیورانو ته اجازه نه ورکوي چې منظور پشتین یوسي.

منظور پشتین اؤ دهغه ملګرو د مجبوریت له امله شپه په ملتان کې تیره کړې اؤ دا مهال د کراچۍ په لاره دي خو سرچینې وایي چې اوس هم هغوئ په لاره امنیتي ځواکونو را ایسار کړي اؤ هڅه کوي چې زیات وخت یې ورخراب کړي ترڅو دکراچۍ جلسې ته ونه رسیږي.

دسرچینو په وینا اوس مهال منظور پشتین اؤ دهغه ملګري د کراچۍ نه د لسو ساعتو سفر په فاصله دي اؤ په ګادي کې دنیم ساعت سفرنه وروسته چې دوه ساعته مزل پیاده وکړي نو بیا په یو بل چیک پوسټ را ایسار کړل شي.

دغه سرچینې هر څو که منظور پشتین هڅه کوي چې دکراچۍ جلسې ته ځان ورسوي خو دغه حالت ته په کتلو سره په وخت کراچۍ ته دمنظور پشتین رسیدل اوس ګران شوي دي.

د پي ټي ایم مشران وایي د جلسې دپاره ټولې تیارۍ بشپړ کړل شوي اؤ هیله ښایي چې دا جلسه به په کراچۍ کې د پښتنو تر ټولو ستره جلسه ثابتیږي.

د پي ټي ایم فعالینو ددغه جلسې دپاره د تیرو دوؤ اوونیو راهسې کمپائن پیل کړی، اؤ پئیلې یې وه چې جلسه به د قائداعظم د مزار ترڅنګ په جناح ګراونډ کې کوي خو هلته د انتظامیې لخوا د اجازت نه ورکړل کیدو وروسته اوس ددغه جلسې مقام بدل کړل شوی اؤ ټاکل شوې نن ماذیګر څلور بجې به دا جلسه په سهراب ګوتهـ سیمه کې کیږي.

سهراب ګوتهـ په کراچۍ کې د پښتنو تر ټولو ستره سیمه ګڼل کیږي اؤ د۱۳مه جنورۍ دپولیسو لخوا دنقیب مسید د وژنې وروسته ددغه وژنې په ضد دپښتنو جرګه هم په دغه سیمه کې شوې وه.

ټاکل شوې ده دکراچۍ جلسې ته به دپي ټي ایم مشر منظورپشتین وینا کوي خو دغه جلسه کې دګډون دپاره دپېښور نه کراچۍ ته منظور پشتین په جهاز کې تګ ته نه دی پریښودل شوی.

په سوشل میډیا خپره شوې یوه ویډیو کې لیدل کیږي چې په هوایي ډګر کله منظور پشتین دپاره بورډنګ کارډ یا جهاز ته دختلو اجازت اخستل کیږي نو د یوې شخصي هوایي کمپنۍ” سیرین “استازی وایي “مونږ سره د کمپیوټر په نظام کې د منظور پشتین نوم نه راځي”

دمنطور پشتین ملګري په دغه ویډیو کې د هوايي کمپنۍ استازي ته د منظور پشتین ټکټ ورښایي اؤ ورڅخه پوښتنه کوي” چې هرکله مونږ د ټکټ پیسې جمع کړي اؤ ټکټ راکړل شوی نو بیا ولې د نورو کسانو نومونه تاسو سره راځي اؤ منظور پشتین نوم درته کمپیوټر کې نه راځي؟ “خو دکمپنۍ نمائنده هغوئ ته هیڅ دقناعت وړ ځواب نه ورکوي

د پي تي ایم فعالین وایي چې درې کرته د منظور پشتین سره دهوایي ټکټ سره هم دغه لوبه شوې نو ځکه بلاخره منظور پشتین د کراچۍ جلسه کې د برخې اخستو دپاره د سړک دلارې کراچۍ ته روان شوی دی.

دپي تي ایم جلسه کې دبرخې اخستو دپاره د پاکستان د لرې لرې سیمو نه دپښتنو ډلې کراچۍ ته روانې شوي دي اؤ داسې ویل کیږي چې په بیلابیلو مقاماتو امنیتي ځواکونو دغه ډلې په لاره ایسارې کړي هم دي.

خو ددې باوجود د پي ټي ایم یو مشر محسن داوړ هیله ښایي چې دکراچۍ جلسه به د پښتنو تر ټولو لویه جلسه وي.

هغه وائس اف امریکه ډیوه سره خبرو کې ویلي چې تر دې مهاله د پي ټي ایم ګڼ شمیر فعالین امنیتي ځواکونو په ناقانونه ډول نیولي خو دوئ ته باید معلومه وي چې دغسې نیونې اؤ زورؤل نه شي کولی پښتانه د خپلو حقونو دغوښتلو څخه منعې کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG