لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دعالمانو له کانفرنس وروسته انډونیشیاء کې په کلیساؤ ځانمرګي بریدونه شوي


دانډونیشیاء په دوهم لویې ښار سورابایا کې په یو وخت ترهګرو په دریوؤ کلیساؤ ځانمرګي بریدونه کړي چې پکې اته کسان وژل شوي اؤ تر ۳۰ؤ زیات ژوبل شوي دي.

دغه ځانمرګي بریدونه وروسته له هغې شوې چې دوه ورځې وړاندې ددغه هیواد په پلازمینه جکارتا کې دانډونیشیاء،پاکستان اؤ افغانستان دیني عالمانو په یو ګډ کانفرنس کې ځانمرګي بریدونه حرام وګرځول .

د انډونیشیاء پولیسو ویلي د یکشنبې په سحر په سورابایا ښار کې د ۱۰ؤ دقیقو دننه ترهګرو په دریوؤ بیلابیلو کلیساؤ ځانمرګي بریدونه کړي چې په سمدستي ډول پکې اته کسان وژل شوي اؤ د۳۰ؤ څخه زیات ژوبل شوي خو په ژوبلو کې هم د زیاترو حالت مرګونی دی ځکه نو دمړو شمیر کې د زیاتوالي اندیښنه ده.

پولیس وایي دغه بریدونه د یو منظم پلان لاندې شوي اؤ له دې وورسته په سورابایا ښار کې ټولې کلیساوې تړل شوي دي.

د انډونیشیاء استخباراتي شبکې پخلی کړی چې دا ځانمرګي بریدونه د دداعش سیمه ییزې څانګې “جممع انشورت دوله “کړي دي

پولیس وایي ترهګرو وړومبی ځانمرګی برید په سینتا ماریا رومن کیتهولک کلیسا کړی اؤ له هغې وروسته یې په جی پي پي‌ایس پینټي کونټل کلیسا ځانمرګي برید کړی دی.

د اندونیشیاء د ایسټ جاوا د پولیسو ویناد فرانس برنګ منګیرا مطبوعاتو ته ویلي چې په دریوؤ واړو ځانمرګي بریدونو کې ۳۵ کسان په مرګوني حالت کې روغتون ته رسول شوي اؤ د مړو شمیر کې د زیاتوالي اندیښنه ده.

دوه ورځې وړاندې د اندونیشیاء په پلازمینه جکارته کې دانډونیشیاء د صدر په ابتکار د پاکستان، افغانستان اؤ انډونیشیاء ددیني عالمانو راجوړ شوي کانفرنس کې ځانمرګي بریدونه حرام ګرځول شوي وؤ اؤ افغانستان کې په طالبانو غږ شوی ؤ چې افغان دولت سره سولې ته کښیني.

تر اوسه د انډونیشیاء حکومت یا ترهګرو ډلو دا نه دي ویلي چې دغه ځانمرګي بریدونه د انډونیشیاء دننه د دیني عالمانو دشوي کانفرنس په غبرګون کې شوي دي اؤ که تر شا یې نور علتونه دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG