لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي کوریا د خپلو اټومي تاسیساتو د تباه کولو اعلان وکړو


شمالي کوریا د روانې میاشتې په پایي کې د نړیوالو رسنیو په موجودیت کې دخپلو اټومي تاسیساتو د تباه کولو اعلان کړی دی .

شمالي کوریا دا اعلان په داسې وخت کې کړی چې د روانې میاشتې ۲۳ نیټې څخه دامریکا اؤ شمالي کوریا ترمینځ دخبرو اترو د لړۍ پیل کیدو احتمال ښودل کیږي

پاکستاني ورځپاڼې ډان دفرانسیې خبري اژانس ایف ایف پي د راپور په حواله ویلي تیره اوونۍ دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ په ټوئټر لیکلي وؤ چې هغه په ۱۲م جون سنګا پور کې د شمالي کوریا دمشر کم جونګ سره لیدنه کوي.

شمالي کوریا د خبرو دغه بلنه منلې اؤ په ډاګه کړې یې ده چې هغوئ خپل اټومي تاسیسات پخپله له مینځه وړي.

د راپور له مخې ناقدینو خبرداری ورکړی چې پیونچینګ تر اوسه د اټومي وسلو جوړؤلو نه د لاس اخستو رسمي اعلان نه دی کړی اؤ په دغو وسلو کې هغه میزائیل هم شامل دي چې امریکا په نخښه کولی شي.

بل لوري ته واشنګڼ داسې پخلی غواړي چې شمالي کوریا دې په پشپړ دول د اټومي تاسیساتو څخه پاکه اؤ د زغم وړ وي.

پیونچینګ په شمالي کوریا کې د شپږو اټومي تاسیساتو د تباه کولو پریکړه کړې چې په هغې کې داټومي معائناتو هغه مرکزونه هم شامل دي چې تیر کال پکې د ستمبر په میاشت کې “ایچ “نومې بم جوړ تیار کړل شوی ؤ.

د شمالي کوریا مشر کم جونګ په ډاګه کړې چې دهغه هیواد نور اټومي تاسیساتو ته هیڅ اړتیا نه لري ولې چې د ضرورتوړ اټومي قوت یې ترلاسه کړی دی.

د شمالي کوریا خارجه وزیر دولتي خبري اژانس” سی این ای” ته ویلي چې د جوهري تاسیساتو سرنګونه به تباه کولی شي خو دغه صحنې ته به هیڅوک نه ورپریښودل کیږي.

هغه ویلي د اټومي څیړنو اداې به له مینځه وړلی اؤ دغلته ګمارل شوي ساتونکي به لرې کولی شي.

راپور کې ویل شوي څیړونکو اندیښنه ښکاره کړې چې شمالي کوریا به په داسې حال کې خپل اټومي تاسیسات تباه کوي چې بې پلوه څیړونکي به دغه هرڅه پخپلو سترګو ونه ویني.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG