لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

منظور پشتین:حوصلې مه ماتوئ، ویره به ماتوؤ،زه کراچۍ ته دروان یم


پولیسو منظور پشتین په یوه پوسته را ایسار کړی

دپښتون ژغورنې دغورځنګ مشر ښاغلي منظور پشتین دکراچۍ په پښتنو غږ کړی چې خپلې حوصلې ماتې نکړي اؤ په هر صورت نن د کراچۍ په جلسه کې ښه په ګڼ شمیر برخه واخلي.

منظور پشتین چې دا مهال کراچۍ ته د سړک د لارې روان شوی وایي په لاره ورته ځایې پځایې امنیتي ادارې خنډان پیدا کوي اؤ دهغوئ مخه نیسي چې د کراچۍ جلسې ته ونه رسیږي خو هغه په فیس بک خپل یو ویډیو پیغام کې ویلي “پښتنو تکړه اؤ بیدار اوسئ ، نن به دجبر په ښار کې جلسه وي ، مونږ په لاره در روان یو ، ځانونه به درسوؤ”

دا په داسې حال کې ده چې په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې دغورځنګ یو غړي احتشام افغان د جلسې دمیدان نه وائس اف امریکا ډیوه ته ویلي چې امنیتي ادارو په کراچۍ کې سخته ویره خوره کړې ، جلسه کې برخې اخستونکو ته د مرګ ګواښونه کوي، دپښتنو په سیمو منګهو پیر اؤ لانډهي کې یې کرفیو لګولې اؤ هیڅوک جلسې ته نه پریږدي.

خو منظور پشتین ویلی “دا ویرې خورؤل د دوئ زوړ عادت دی نن یې نوره ویره اؤ نور دهشت خور کړی دی، خو ای دکراچۍ خلکو نن مو دا دهشت مات نکړو بیا یې کله هم نه شئ ماتولی”

دهغه په وینا “دوئ هیڅ نه شي کولی ، دوئ ناکامه دي که نن مو دا ویره ماته کړه نو لویه ګټه به مو وي”

دمنظور پشتین سره د کراچۍ په سفر کې دلارې ملګرو په ټولنیزو رسنیو ګڼې ویډیو خپرې کړي چې په هغې کې لیدل کیږي ، منظور پشتین اؤ دهغه ملګري په لاره پولیسو را ایسار کړي اؤ شناختي کارډونه ورله چیک کوي.

په دغو ویډیوګانو کې دا هم لیدل کیږي چې ځایې پځایې پولیسو په سړکونو ګاډي ودرولي اؤ پولیس د منظور پشتین نه د پنجاب په خاوره کې پوښتنه کوي چې تاسو دلته څه کوئ ؟

منظور پشتین په یوه ویډیو کې وایي هغه د لاهور نه تر رحیم یار خان پورې سفر په اتلسو ساعتو کړې کړی.اؤ ګام په ګام ورته په سفر کې خنډان پیدا کیږي خو هغوئ به کراچۍ ته ځان رسوي.

باید وویل شي چې له دې وړاندې پرون ورځ منظور پشتین اؤ دهغه ملګرو ته اجازه نه وه ورکړل شوې چې هغوئ په جهاز کې کراچۍ ته سفر وکړي.

د پښتون ژغورنې دغورځنګ یو مهم مشر محسن داوړ ډیوه ته ویلي په کراچۍ کې به دپښتون ژغورنې دغورځنګ جلسه تر هغې روانه وي ترڅو چې منظور پشتین دغه جلسې ته ور رسیدلی نه وي

XS
SM
MD
LG