لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دننګرهار په مستوفیت ډله ییز برید کې شپږ کسان وژل شوي،۳۰ژوبل


دافغانستان دننګرهار ولایت په سرښار جلال اباد کې ترهګرو د مستوفیت په ودانۍ ډله ییز برید کړی اؤ چارواکي وایي چې د برید ګرو اؤ امنیتي‌ ځواکونو ترمینځ سخته نښته روانه ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوګیاني مطبوعاتو ته ویلي ترهګر په دغه جګړه کې درنې وسلې کاروي اؤ تر اوسه د برید د ځائ څخه د څلورو کسانو مړي اؤ ۲۰ ټپیان روغتون ته رسول شوي دي.

دننګرهار ولایتي شورا غړی ډاکتر ناصر کامه وال امریکا غږ ډيوه سره په خبرو کې ویلي شپږ تنه وسله وال دمستوفیت دوه پوړیزه ودانۍ ته ننوتلي خو سمدستي پولیس او امنیتي ځواکونه هم سیمې ته ورسیدل.

کامه وال ویلي ،دمستوفیت په دروازې کې د ترهګرو په لومړني برید کې ۶ تنه وژل شوي او تر۳۰ پورې ټپيان شوی دي او دپیښې ټول قربانیان عام ولسي خلک دي.

همداراز کامه وال وايي جګړه اوس هم دافغان امنیتي ځواکونو او ودانی ته د ننوتو وسله والو ترمنځ روانه ده او تر دې دمه یوتن وسله وال وژل شوی دی.

د ولایتي شورا غړي ویلي دې دفتر ته هره ورځ لسګونو کسان او ملکي مارموین دندې ترسره کیدو او عام خلک دخپلو کارونو د اجرا لپاره مراجع کوي.

د ننګرهار د والي د ویاند تر مخه سیمې ته په لویې شمیر کې امنیتي سرتیري ور رسیدلي خو تر دې سخته په ګرمه جګړه کې د مړو شوؤ اؤ ژوبلو شوؤ دقیقه شمیره په لاس کې نه لري.

دسیمې څخه سرچینې وایي چې د مستوفیت په ودانۍ کې ګڼ عام خلک اؤ مامورین بند پاتې دي

XS
SM
MD
LG