لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اشرف غني:تروریزم پولې نه پیژني،دبشریت دښمن دی


دافغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غني په انډونیشیاء اؤ فرانسه کې ترسره شوي تروریستي بریدونه غندلي اؤ ویلي یې دي تروریزم دبشریت دښمن دی چې پولې نه پیژني اؤ د نړۍ د اامنیت اؤ ثبات دپاره ګواښ دی.

دیکشبنې په ورځ د اندویشیاء په دوهم ستر ښار سواربایا کې په درېوؤ کلیساؤ ځانمرګي بریدونو کې نهه اؤ په فرانسه کې په یو ترهګریز برید کې یو تن وژل شوي دي .

د ولسمشر اشرف غني لخوا په جاري شوي یو بیان کې ددغو تروریستي بریدونو سخته غندنه شوې اؤ دپېښې دقربانیانو دکورنیو سره یې خواخوږي ښودلې ده.

ولسمشر غني پخپل بیان کې ویلي د افغانستان حکومت په دې باور دی چې د تروریزم له ننګونې څخه د راوتلو یواځینۍ لار د دغې شومې پدیدې پر وړاندې د نړۍ د ټولو هېوادونو ګډ اقدام او هر اړخیزه همکاري ده

هغه ویلي دا چې افغانستان تروریزم سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دی او زموږ وطنوال له څو لسیزو راهیسې د دې پدیدې قرباني کېږي، زموږ هېوادوال له نورو زیات د دې پېښو د قربانیانو د کورنیو درد او غم کې احساسوي.

باید وویل شي دوه ورځې وړاندې د اندونیشیاء په پلازمینه جکارته کې دانډونیشیاء د صدر په ابتکار د پاکستان، افغانستان اؤ انډونیشیاء ددیني عالمانو راجوړ شوي کانفرنس کې ځانمرګي بریدونه حرام ګرځول شوي وؤ اؤ افغانستان کې په طالبانو غږ شوی ؤ چې افغان دولت سره سولې ته کښیني.

XS
SM
MD
LG