لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په شمالي وزيرستان کې د هدفي وژنو پرضد احتجاجي ناسته روانه ده


په قبايلي سيمه شمالي وزيرستان کې د هدفي وژنو پرضد د پرون اتوار، يکشنبې د ورځې راهسې د ميرعلي په بازار کې احتجاجي ناسته روانه ده.

د شمالي وزيرستان په میرعلي علاقه کې دا احتجاجي ناسته په داسې حال کې پېل کړی شوی چې د اتوار او خالي په منځنۍ شپه کې په میرعلي او ميران شاه سيمو کې درې کسان په هدف کړی شوي وو.

په شمالي وزيرستان کې د هدفي وژنو پرضد د پېښور پرېس کلب مخې ته احتجاجي مظاهره هم شوې ده.

د پوليټيکل انتظامي چارواکو په وېنا په دغو وژل شوؤ کسانو کې يو د جمعيت علمااسلام د قامي اسمبلۍ پخواني غړي مولانا ديندار زوی، يو د سکول استاذ او يو کاروباري شخصيت عزيرالرحمان شامل دي.

ويل شوي دا درې واړه کسان په خپلو کورونو کې دننه د شپې په ډزو وژل شوي دي او دا هم ويل شوي چې وژونکي په موټرو سائيکلو راغلي وو.

چارواکو ويلي په سيمه کې بېړني حالت په ځای کړی شوي او د بريد کوونکو پرضد د لټون عمليات پېل کړی شوي چې پکې د ملېشې او پوځ سرتيري برخه اخلي.

په شمالي وزيرستان کې د هدفي وژنو تازه پېښو په خلکو کې اندېښنه راپورته کړې او پرون په جوماتونو کې اعلانونه شوي او له هغې وروستو بيا په ميرعلي سیمه کې احتجاجي ناسته پېل شوې ده.

د ميرعلي په چوک احتجاج کوونکو بېګانۍ شپه هم تيره کړې او دوي په سیمه کې د هدفي وژنو د مخنيوي غوښتنې کوي.

په احتجاج کې ناست کې نسيم وي او ای ډيوه سره په خبرو کې ويلي د دوي احتجاج به ترهغې روان وي څو پورې چې په تازه پېښو کې ککړ خلک نيول شوي نه وي او حکومت ورته په وزيرستان کې د بشپړ امنيت ضمانت نه وي ورکړی.

هغه وويل تراوسه پورې ورسره انتظاميې رابطه نه کړې البته پوځ ورسره رابطې کوي او باور ورکوي چې پوځ به دغلته د لټون عمليات وکړي او په سيمه کې به ګزمې کوي.

خو نسيم وايي دوي په دغه خبره باور نشي کولی او چې غوښتنې يې ونه منل شوې احتجاجي لړۍ به پراخه کړي.

ويل کيږي په ياده احتجاجي ناسته کې زياتره د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) غړي شامل دي او په ناسته کې سندرې يا ترانې هم د پي ټي اېم چلول کيږي.

په تيره يوه مياشت کې په شمالي وزيرستان کې لږ تر لږه اته تنه په هدفي وژنو کې په نښه شوي چې پکې اووه وژل شوي او يو ژوبل شوی دی.

تيره شپه په کراچۍ کې د پي ټي اېم مشر منظور پشتين هم په خپلو خبرو کې تور لګولی چې په وزیرستان کې يو ځل بيا د امن کمېټۍ په نوم طالبان کمانډران راوستل کيږي او د حالاتو خرابولو هڅه روانه ده.

د افغانستان سره په پوله پرته قبايلي سيمه شمالي وزيرستان کې د پاکستان پوځ د کال ۲۰۱۴م د جون په میاشت کې د ضرب عضب په نوم عملیات پېل کړي او د عملياتو لږه موده وروستو يې ادعا کړې وه چې سيمه يې د تندلارو وسله والو څخه پاکه کړې ده.

په علاقه کې د پوځي عملياتو په مهال د لاکونو په شمېره کې خلک کډه شوي او اوس چې چارواکي ادعا کوي په سيمه کې امن پر ځای کړی شوی وايي کډوال شوي زياتره خلک بيرته ستانه کړی شوي دي خو په علاقه کې د خلکو د بيرته ستنېدو وروستو وخت په وخت بيا هم د بدامنۍ پېښې رامنځته کیږي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG