لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د نقيب مسید د وژنې په قضيه کې يو ګواه بيان بدل کړی


د نقيب الله مسيد د وژنې په روانه قضيه کې نن يو ګواه خپل بيان بدل کړی چې هغه د نقيب او هغه سره درېو تنو د وژنې په موقع هلته موجود نه ؤ.

نن د ګل، دوشنبې په ورځ د ترهګرۍ د مخنيوي په عدالت کې د نقيب الله مسيد په جعلي مقابله کې د وژنې د قضيې اورېدنه شوې او د نقيب مسيد په جعلي مقابله کې تورن بندي پخوانی پوليس افسر راؤ انوار عدالت ته واړندې کړی شوی دی.

راؤ انوار بيا د هتکړو نه بغېر عدالت ته مخامخ کړی شوی او په ياده مقدمه کې پټ نور پوليس تراوسه نه دي نيول شوي.

په مقدمه کې يو ګواه د پوليس سپاهي شهزاده جهانګیر ویلي د هغه بدلي په ۱۰م جنورۍ مېمن ګوټ ته شوې او په ۱۸م جنورۍ هغه بيا د پوليس دفتر ته غوښتل شوی او ګواښونه ورته شوي او بيان ترې اخستی شوی دی.

د جهانګیر نوم په هغه چالان کې ؤ کوم چې د پوليس پلټونکي افسر په عدالت کې جمع کړی ؤ.

بل لور ته د مقدمې د پلټنې رپوټ يا چالان عدالت ته وړاندې شوی چې پکې ويل شوي دغه مقابله جعلي وه.

له دې وړاندې هم د پوليس لوړ پوړو چارواکو ويلي نقيب مسيد او هغه سره ملګري په جعلي مقابله کې وژل شوي وو.

په مقدمه کې پټ نزدې ۱۱ کسان تراوسه پورې نه دي نيول شوي او پوليس چارواکو عدالت ته ويلي دغه کسان به هم زر ونيول شي.

د نقیب د کورنۍ وکيل يو ځل بيا د راؤ انوار عدالت ته بې د هتکړيو نه بغېر په وړاندې کولو او د هغه د ملير کېنټ علاقه کې کور په زندان ګرځولو اعتراض کړی دی.

راؤ انوار دوه ورځې وړاندې په قضيه کې په ضمانت د خوشي کېدو خواست هم کړی ؤ.

د قضيې اورېدنه د مې د ۱۹م نېټې پورې ځنډل شوې ده.

تېره شپه د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين په کراچۍ کې اولسي غونډې ته په وېنا کې ویلي د نقيب مسيد په قضيه کې به د انصاف ترلاسه کولو دپاره مبارزه کوي او نيوکې يې کړي چې د راؤ انوار سره د یو ملزم په رنګ سلوک نه کيږي.

پشتين ويلي په کراچۍ کې تر ټولو زياتې د عدالت نه لرې وژنې شوي او راؤ انوار ۴۴۴ کسان وژلي دي.

هغه راؤ انوار ته ترهګر او نقيب مسيد ته د اولس اتل ويلي دي.

XS
SM
MD
LG