د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل د پلان تر نامه لاندې په اسلام اباد کې څلورمه غونډه ددغه هېواد د بهرنیو چارو په وزارت کې ترسره شوه.
په دغې غونډه کې د افغان پلاوي مشري د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزی او د پاکستاني لوري مشري د بهرنیو چارو وزیر تهمینه جنجوعه کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت لخوا په خپره شوې اعلاميه کې راغلي دي چې دواړو غاړو د سولې او پیوستون په برخه کې هغه کاري پلان نهايي کړ په کوم باندې چې په تېر اپرېل کې په کابل کې د ولسمشر اشرف غني او د وزیر اعظم شاهد خاقان عباسي لخوا هوکړه شوې وه.
ددغه پلان له مخې به د دواړو لوریو ترمنځ په دوه اړخیزو معاملو کې اعتماد او باور زیات شي او په هغو برخو کې به د حل لارې چارې وسنجول شي د کومو په برخه کې چې اندېښنې موجودې دي.
اعلامیه دا هم لیکي چې که یاد پلان په سمه توګه عملي شي نو دا به د ترهګرۍ په له منځه تګ او د دواړو هېوادونو لپاره د سولې، ثبات اړ نیکمرغۍ په برخه کې ګټور ثابت شي.
دا دواړو هېوادونو ترمنځ د امن په برخه کې د هاغو هڅو برخه ده چې افغانستان غواړي په خاوره یې سوله او امنیت راشي او پاکستان ورسره خپل رښتینی رغنده رول ولوبوي.
په وروستیو کې په افغانستان کې خونړۍ پېښې زیاتې شویدي او وسلوالو مخالفینو په بریدونو کې زیات شمېر افغانان وژل شویدي.