لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امريکايي سفارتخانه بېت المقدس ته اړول شوې، نښتو کې ۵۲ تنه وژل شوي


د ګل، دوشنبې په ورځ د امريکايي سفارتخانه د تل ابيب څخه بېت المقدس ته اړول شوې او د دغه کار په مخالفت کې د زرګونو په شمېره کې فلسطينيان د غزه پولې ته راوتلي او د اسرائيل ځواکونو سره په نښتو کې د دوه زرو نه زيات ژوبل شوي او ۵۲ وژل شوي دي.

د امريکا او اسرائيل چارواکو چې د امریکايي سفارتخانې په اړولو خوشحالۍ کولې بل لور ته د دغه ځای څخه د ۱۰۰ کلوميټرو نه په زياته فاصله د تشدد پېښې روانې وې.

د اسرائيل پوځ ویلي د ۴۰زرو نه سېوا خلک احتجاج کوي او د فلسطين د صحت د وزارت چارواکو ويلي د ډزو او اوښکې بیونکي ګېس په ګوزارونو کې ۵۲ تنه وژل شوي دي.

د اسرائيل سره په جګړه کې د کال ۲۰۱۴م راهسې په غزه کې دا تر ټولو زياتې د تشدد ډکې پېښې رامنځته شوي دي.

د امریکا اتحاديانو فرانس او برتانيې په اسرائيل د وينې نه تويولو غږ کړی خو امریکا د دغه غږ ملتيا نه ده کړې او د خلکو راپارولو تور یې د حماس په تندلارې ډلې لګولی دی.

د سپينې ماڼۍ وياند راج شاه ويلي، مونږ له دا د پامه غورځول نه دي پکار چې د دغو پېښو زمه وار حماس دی.

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د سفارتخانې د پرانستې دستورې ته په ويډيوي پېغام کې ویلي چې بېت المقدس د اسرائيل پلازمينه ده.

او نوموړي په ټويټر اسرائيل ته اومبارکي ويلي او دغې ورځې ته يې غټه ورځ ويلې ده.

د اسرائيل وزيراعظم بېنجمن نېتن ياهو په ټويټرل ويلي، هر هېواد د خپلې ساتنې حق لري او د حماس ترهګرې ډلې خپلې ارادې ښکاره کړي چې اسرائيل تباه کړي.

د عرب هېوادونو مشرانو د امريکا دغه عمل غندلی دی.

د فلسطين وزيراعظم محمود عباس ويلي دوي به د ټرمپ انتظاميې د اسرائيل دپاره د دغه عمل په اړوند هيڅ ډول خبره ونه مني.

ځينې نورو نړیوالو مشرانو هم په اسرائيل د پرامنه پاتې کېدو غږ کړی دی.

اسرائيل په کال ۱۹۸۰م کې يو قانون پاس کړی او بېت المقدس يې د اسرائيل پلازمينه ګرځولې وه خو فلسطين ختيځ بېت المقدس په راتلونکې کې د فلسطين پلازمينه ګڼي.

XS
SM
MD
LG