لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د فراه په مرکز د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده


د افغانستان په لويديځ کې د فراه ولایت امنیه قومندان فضل احمد شیرزاد ویلي ،جګړه روانه ده او وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله رسیدلې ده.

قومندان شیرزاد له امریکا غږ ډيوې سره په خبرو کې ویلي، د ښار مرکز د افغان امنیتي ځواکونو په لاس کې دی خو په وینا یې د ښار په څنډو کې جګړه دوام لري او د ملي اردو او د ملي امنیت سرتیري په میړانه خپلې جګړې دوام ورکوي.

وسله والو طالبانو رسنیو ته په استول شوي بیان کې د فراه ولایت په مرکز کې د رامنځته شوې جګړې په اړ ویلي جنګیالي یې مرکز ته ننوتي او یو شمیر حکومتي ودانی یې نیولي دي.

په ولسي جرګه کې د فراه ولایت د خلکو استازی محمد سرورعثماني له امریکا غږ ډيوې سره په خبرو کې ویلي ،مخکنی فرقې او د ملي امنیت په ریاست کې جګړه روانه ده او که هوايي ځواک دهرات ولایت له شنډنډ ولسوالۍ ورته ونه رسیږي د ولایت مرکز به دمخالفینو لاس ته ورشي.

هغه وویل"سهار اته بجې چې مو دفراه له مرکز سره اړیکه نیوله هغوی وویل چې جګړه پخوانۍ فرقې او دملي امنیت ریاست ته رسیدلې که هوايي ځواک له شنډنډ څخه ونه رسیږي دفراه مرکزسقوط کوي تراوسه هوايي ځواک نه دی رسیدلي.".

نور جزیات وروسته

XS
SM
MD
LG