لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوازشريف د ملي امنيت د کمېټۍ د غونډې اعلامیه رد کړې ده


د پاکستان پخواني وزيراعظم نوازشريف ويلي د ملي امنيت د کمېټۍ د غونډې هغه اعلاميه ردوي په کومه اعلاميه کې چې د نوازشريف د ممبۍ بريدونو په اړوند بيان رد کړی شوی ؤ.

نوازشریف نن د نهې، سه شنبې په ورځ اسلام اباد کې د احتساب عدالت نه بهر ميډيا سره په خبرو کې وويل، "د ملي امنيت د کمېټۍ اعلاميه ويرونکې او دردؤنکې ده زه يې رد کوم".

نوازشریف وويل په دغه اړوند "قامي کمېشن جوړېدل پکار دي چې هر څه په ډاګه شي".

نوموړي بيا دغه پوښتنه کړې چې "څوک دي هغه خلک چې پاکستان يې دې ډګر ته رارسولی دی؟ څوک دي هغه خلک چې د پاکستان د حفاظت خبره کوي؟".

هغه ويلي اوس دا پرېکړه پکار ده چې څوک د وطن سره مینه لري او څوک خاين یا غدار دی.

د خالي، شنبې په ورځ ډان ورځپاڼې په خپور کړي يو خبر کې ويلي ؤ، پخواني وزيراعظم نوازشریف ورځپاڼې سره په مرکه ويلي، چې د ممبۍ بريدونو په اړوند د راولپنډۍ د ترهګرۍ د مخنيوي عدالت کې قضيه تراوسه پورې ولې نه ده بشپړ شوې؟ .

هغه زياته کړې وه چې تندروه وسله واله ډلې تراوسه پورې فعاله دي چاته چې غېر رياستي عناصر ويلی شي، "ماته دې وويل شي چې ايا مونږ ته د دې خبرې اجازه ورکول پکار دي چې د پولې نه پورې غاړې ته په ممبۍ کې دې ۱۵۰ کسان ووژل شي".

هغه دا هم ويلي ؤ چې دا عمل د منلو وړ نه دی او دغه علت دی چې مونږ د ستونزو سره مخ يُو، او زياته کړې یې وه چې دا خبره د روس صدر ولاديمير پيوټن او د چين صدر شي ژين پينګ هم کړې ده.

د پاکستان د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ پرون د ملي امنيت د کمېټۍ په غونډه کې د ممبۍ بريدونو په اړوند بيان رد کړی شوی او ويل شوي ؤ چې په اخباري بيان کې کلک شواهد او رښتیا د پامه غورځول شوي دي.

د وزيراعظم په مشرۍ غونډه کې چې پکې وزیران او د درې واړو پوځونو او استخباراتي ادارو مشرانو هم ګډون درلود، په دغه بيان د افسوس څرګندونه شوې او بدمرغي ورته ويل شوې چې رښتيا د شکايت په توګه په غلط انداز بيان کړی شوي دي.

نوازشریف ويلي ؤ "مونږ ځان په خپله يواځې کړی زمونږ قربانۍ نه منل کيږي او د افغانستان دريځ اورېدل کيږي زمونږ نه اورېدل کيږي دې پله پام ګرځول پکار دي".

د اتوار، يکشنبې په ورځ د پاکستان پوځ ويلي ؤ چې په رسنيو کې د ممبۍ بريدونو په اړوند بې لارې کوونکي بيان باندې د خبرو دپاره د وزيراعظم په مشرۍ د غونډې راغوښتو وړانديز شوی دی.

ممبۍ کې په کال ۲۰۰۸ م ترهګر بريدونه شوي چې پکې د ۱۶۶ پورې کسان وژل شوي او هند د دغو تورونو تور په لشکرطيبه ډله لګوي، د جماعت الدعوه ډلې د مشرحافظ سعيد په مشرۍ په ياده ډله امريکې او ملګرو ملتونو بندېزونه لګولي دي.

د نوازشريف په دغه بيان د هغه سياسي مخالفينو سخت ټکونه کوي او د پاکستان په ميډيا په دغه اړوند تاوده بحثونه روان دي.

نن په قامي اسمبلۍ کې هم د نوازشريف په بيان بحث شوی او وزيراعظم شاهد خاقان عباسي ويلي، د نوازشریف خبرې سمې نه دي رپوټ شوي او د هند رسنيو د خپل هدف دپاره کارولي دي او نن پرې مونږ بحثونه کوو.

هغه وويل د پاکستان دا پاليسي ده چې خپله خاوره د بل چا پرضد کارېدو ته نه پرېږدي، او د ممبۍ بريدونو په اړوند يواځې نوازشريف خبرې نه دي کړي پروېز مشرف، د ايي اېس ايي پخواني مشر جنرال (ر) پاشا، عمران خان او رحمان ملک پرې هم خبرې کړي دي.

هغه زياته کړه که دغه خبره نوره اوږدول غواړئ نو پارليمان دې پرې يو کمېشن جوړ کړي چې رښتيا په ډاګه کړي. په پارلیمان مخالفه ګوندونو دغه بيان ته سخت غبرګون ويلی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG