لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

عمران خان وایي د افغان کرکټ لوبډلې لپاره نېکې هیلې لري


د پاکستان سیاستوال او د کرکټ پخوانی ستوری عمران خان د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لپاره نېکې هیلې څرګندې کړې دي.

عمران خان د افغانستان د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر حکمت خلیل کرزي سره د اسلام اباد په بني ګاله کې په خپل کور کې لیدلي دي.

ښاغلي حکمت خلیل کرزي په خپل ټویټر لیکلي چې له عمران خان سره یې د لیدو په وخت په پاکستان کې د راتلونکو انتخاباتو، د کرکټ پر ډیپلوماسۍ او دوه اړخیزو اړیکو باندې خبرې اترې کړې دي.

د پاکستان د یو شخصي ټیلیویژن د خبر له مخې ښاغلي حکمت کرزي عمران خان ته افغانستان ته د ورتګ بلنه هم ورکړې ده او ویلي یې دي چې د هغه ورتګ به د دواړو هېوادونو په نیژدېوالي کې مثبته ګټه ولري.

حکمت خلیل کرزی د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل د پلان تر نامه لاندې څلورمې غونډې ته ورغلی وو، چې نن د نهې- سه شنبې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو په وزارت کې تر سره شوه.

د دواړو هېوادونو مشرانو د سولې او پیوستون په برخه کې هغه کاري پلان لاسلیک کړ، چې په تېره اپرېل میاشت کې ولسمشر اشرف غني او وزیر اعظم شاهد خاقان عباسي په کابل کې ورباندې متفق شوي وو.

XS
SM
MD
LG