لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان بجټ: د امنیت لپاره ۳۴ اربه، د روغتیا لپاره ۱۹ اربه او د تعلیم لپاره ۴۳ اربه روپۍ


د بلوچستان حکومت د ۲۰۱۸م او ۲۰۱۹م کلونو لپاره کالنۍ بودیجه اعلان کړې ده، چې ۳ کربه، ۵۲ اربه او ۳۰ کروړه روپۍ ټاکل شوې ده.

حکومت په بودیجه کې د پرمختیایي کارونو لپاره ۸۸ اربه ۳۰ کروړه روپۍ خو د غیرپرمختیایي چارو لپاره ۲ کربه ۶۴ اربه او ۴ کروړه روپۍ ځانګړې کړې دي.

د امنیت لپاره د بلوچستان په کالنۍ بودیجه کې ۳۴ اربه، د روغتیا لپاره ۱۹ اربه او د تعلیم لپاره ۴۳ اربه ۹۰ کروړه روپۍ ځانګړې شوې دي.

د بلوچستان بودیجه یا بجټ د ګل- دوشنبې په ورځ په لومړي ځل د اسمبلۍ یوې ښځینه غړې رقیې سعید هاشمي وړاندې کړه، چې په مالي چارو کې د بلوچستان د وزیراعلی سلاکاره ده. مېرمن هاشمي د بجټ وړاندې کولو په وخت ویلي:

"د تعلیم بودیجه د روان کال تر بجټ ۲۵ فیصده زیاته ده، په را روان کال کې به تر ۱۰۰ زیات پرایمري سکولونه پرانیستل کېږي، ۱۰۰ پرایمري سکولونه به مډل او ۱۰۰ مډل سکولونه به په های سکولونو بدل شي".

حکومت د کالجونو لپاره هم په غیرپرمختیایي برخه کې ۸ اربه ۵۰ کروړه روپۍ ځانګړې کړې دي، د دې تر څنګ د کېنسر روغتون لپاره هم ۲ اربه او د زړونو د روغتون لپاره هم ۲ اربه ځانګړې شوې دي.

د بلوچستان حکومت وایي په روان مالي کال کې به مرکزي حکومت د بېلابېلو محصولاتو په برخه کې ۲ کربه ۹۰ اربه ۲۹ کروړه روپۍ ورکوي.

د مالیې سلاکارې رقیې هاشمي ونه ویل چې مرکزي حکومت به د چین پاکستان اقتصادي منصوبې لپاره هم پیسې ورکوي که نه، خو وایي د دې منصوبې د امنیت لپاره یې هم په کالنۍ بودیجه کې پیسې ځانګړې کړې دي:

"د سیپېک د منصوبو د ساتنې لپاره یو ځانګړی ژغورونکی یونټ (غونډ) جوړېږي، چې د دې لپاره به زرګونه بې روزګاره ځوانان په پولیسو او لېویزو کې په دندو ګومارل کېږي".

په بجټ کې ۶۱ اربه ۷۰ کروړه خساره هم ښوول شوې دي، چې د حکومت په وینا په روان مالي کال کې به یې پوره کوي.

د ملازمینو په تنخاوو کې زیاتوالی:

د نوي وړاندې شوي بجټ له مخې د سرکاري ملازمینو په تنخاوو او پنشنونو کې لس فیصده زیاتوالی راغلی، خو سرکاري ملازمین ورباندې خوشاله نه دي وایي د دوی تنخاوې بېخي لږ زیاتې شوې دي.

په چمن سیمه کې ځینو سرکاري ملازمینو وي.او.اې ډیوه ته ویلي، په پاکستان کې ګراني ورځ په ورځ ګرانېږي او په میاشتنیو تنخاوو یې کورني ضروریات نه پوره کېږي، حکومت باید د دوی تنخاوې لږ تر لږه ۲۵ یا ۳۰ زیاتې کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG