لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د فراه نه طالبان په شا تمبول شوي


د افغانستان د دفاع وزارت ویلي په فراه د طالبانو وسله والو بریدونه په شا تمبول شوي او راپورونه وايي د فراه په ښار کې عادي ژوند بيرته په ځای کيږي.

د دفاع وزارت په يو بيان کې ويلي د پرون راهسې د افغان دفاعي ځواکونو په ځمکنو او هوايي عملیاتو کې طالب وسله وال په شا تمبول شوي او د ښار په چاپېره برخو کې د پاکوالي عمليات دوام لري.

وزارت ويلي د جګړې په جریان کې ۱۹۸ تنه ترهګر وژل شوي او سلګونه ټپیان شوي، او د فراه ولایت سره په نورو ولسوالیو کې د پاکولو عملیات په پراخه کچه دوام لري او دفاعي او امنیتي ځواکونه دښمن تعقیبوي.

خو د طلوع نیوز ترمخه د لويديځ فراه ولايت ګورنر عبدالبصير سالنګي ويلی د يوې ورځې پورې روانې جګړې کې ۳۰۰ وسله وال وژل شوي او نزدې ۲۰۰۰ طالبانو وسله والو دغه بريدونه کړي وو.

نوموړي ویلي په دغو عملياتو کې لس پوځي سرتيري، لس پوليس او پينځه ملکي وګړي وژل شوي دي.

چارواکو ويلي د سه شنبې په سهار يا د نيمې شپې نه طالبانو د فراه په مرکز بريدونه پېل کړي او نن د شورو، چارشنبې په سهار طالبان په شا تمبول شوي او د ښار ترڅنګ په څنډو کې د پاکولو عمليات روان دي.

ځايي چارواکو ويلي طالبانو هڅه کوله چې د فراه په مرکز کې د ملي امنيت او پوليس مرکز ودانۍ په ولقه کې واخلي خو کاميابېدو ته نه دي پرېښودی شوي.

طالبانو په يو بيان کې ویلي طالبانو د فراه ښار اکثره برخې او نظامي تاسيسات نيولي او د څو قومندانانو په ګډون يې د ۴۳ عسکرو او پوليسو د وژلو ادعا کړې ده.

طالبان اکثره هم دغه ډول د ادعاؤ بيانونه خپروي.

XS
SM
MD
LG