لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د روژې د مياشتې ليدو دپاره نن کمیټي کښېني


پاکستان کې د روژې د مياشتې ليدو دپاره نن د شورو، چهارشنبې په ورځ مرکزي رويت هلال کمیټي کښيني او د مياشتې د ليدو يا نه ليدو رسمي اعلان به کوي.

پاکستان کې د تېرو څو کلونو راهسې د روژې د میاشتې ليدو اعلان جدا جدا کيږي.

د دولتي رويت هلال کمېټۍ مرکزي ناسته به په کراچۍ کې د کمېټۍ مشر مفتي منيب الرحمان په مشرۍ کې ترسره کيږي، او نوموړی به بيا د میاشتې په اړوند اعلان کوي.

ويل شوي د رويت هلال د زونل يا سیمه ييزه کمېټيانو ناستې به د ملک په نورو برخو کې هم کيږي او دغه کمېټيانې بيا شهادتونه د کمېټۍ مرکزي ناستې ته ورليږي.

پاکستان کې د تېرو څو کلونو راهسې د روژې او اختر اعلانونه زياتره يو ځای نه کيږي.

د پېښور په قاسم علي خان جومات کې د مفتي شهاب الدين پوپلزي په مشرۍ ځانله ناسته کيږي او نوموړی مفتي زياتره د پاکستان د دولتي رويت هلال کمېټۍ د اعلان نه جدا اعلان کوي او د پېښور ترڅنګ د خېبرپښتونخوا په زياترو برخو او قبايلي سيمو کې روژه او اختر د نور پاکستان نه يوه ورځ وړاندې کيږي.

مفتي شهاب الدين پوپلزی به نن هم په پېښور کې د میاشتې ليدو ته کښېني.

د میاشتې ليدو دپاره د رویت هلال کمېټۍ سره د موسمياتو د محکمې چارواکي هم کښېني او د کمېټۍ مرسته کوي.

د موسمياتو د محکمې چارواکو ويلي د پاکستان په سندهـ، پنجاب او بلوچستان ايالتونو کې به د مياشتې ليدو په وخت موسم پاک وي او نن د مياشتې ليدو قومي امکان دی.

سعودي عرب او افغانستان کې هم سبا د زيارت، پنجشنبې په ورځ د روژې اعلان شوی دی.

د موسمياتو محکمې په کراچۍ کې د روژې په لومړۍ اوونۍ کې د تود موسم امکان څرګند کړی دی.

په کراچۍ کې په کال ۲۰۱۵م کې د روژې په مياشت کې د سختې تودوهې يا ګرمۍ نه د ۱۲۰۰ نه زيات خلک مړه شوي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG