لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان - بنګله دېش سره درې ټي - ټوينټي سيالۍ کوي


د افغانستان کرکټ بورډ د بنګله دېش سره د درېو شل اووريزو (ټي- ټيونټي) سياليو اعلان کړی دی، دغه سيالۍ به د افغانستان په کوربه توب په هند کې ترسره کيږي.

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي د هند په اترکهنډ رياست کې د راجيوګاندهي په لوبغالي کې به دغه درې واړه سيالۍ د جون په درېمه، پينځمه او اوومه وشي.

د افغانستان کرکټ بورډ چيئرمېن عاطف مشعل ويلي، د افغان کرکټ بورډ په کوربه توب د ټي – ټيونټي سياليو کېدل د دواړو لوبډلو دپاره ښه موقع ده چې سيالۍ وکړي، او د کرکټ مينه وال به د دې لوبو نه خوند واخلي.

د کرکټ بورډ چيف اېګزيکټو شفيق ستانکزي ویلي د بنګله دېش پرضد سياليو دپاره پیاوړې لوبډله اعلانوي او دغه سيالۍ ځکه ډېرې مهمې دي چې د دغه لوبو سره به د دواړو لوبډلو د کرکټ په نړیوال کونسل (ايي سی سی) کې درجه بندي کيږي چې د ۲۰۲۰م نړیوال کپ ته پرې لاړ شي.

د بنګله دېش د کرکټ بورډ لوړ پوړي چارواکي نظام الدين چودري ویلي د افغان لوبډلې سره ځينې تکړه لوبغاړي دي خو د بنګله دېش سره هم تجربه لرونکي او د باور وړ لوبغاړي موجود دي.

افغانستان او بنګله دېش يواځې يو ځل د ټي – ټيونټي په سياليو کې د کال ۲۰۱۴م په نړیوال کپ کې مخامخ شوي او دغه سيالي بنګله دېش ګټلې وه.

دا وخت د ټي – ټیونټي لوبډلو په نړيواله درج بندۍ کې د افغانستان لوبډله په اتم او د بنګله دېش لوبډله په لسم نمبره ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG