لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

محمدنبي: ای پي اېل د افغانستان د کرکټ دپاره ډېر مهم دی


mohammad Nabi

د افغانستان د کرکټ لوبډلې پخوانی کپتان او ال راؤنډر ستوری لوبغاړی محمدنبي وايي د افغانستان پريمئيرليګ (ای پي اېل) سيالۍ ډېرې مهمې دي او دا د افغان کرکټ بورډ يو غټ قدم دی.

هغه ويلي ای پي اېل د افغانستان د ځايي لوبغاړو او زده کړو ورکوؤنکو دپاره ډېر مهم دی ځکه چې دوي به د نړيوالو لوبغاړو او زده کړو ورکوؤنکو سره وويني او تجربې به ورسره شريکې کړي.

هغه زياته کړې د دغه لارې به د افغانستان کرکټ نور پياوړی شي.

ای پي اېل د روان کال د اکتوبر د میاشتې د پينځمې نېټې نه تر ۲۳م پورې په متحده عرب اماراتو کې ټاکل شوی دی.

پينځه لوبډلې به پکې برخه اخلي، ۳۰ بهرملکي ياد لوبغاړي به پکې وي او د افغانستان ۷۵ ملکي لوبغاړي به يې هم برخه وي.

محمدنبي چې په ګڼو هېوادونو کې په نړيوال کرکټ کې لوبېدلی وايي د بهر ملکي لوبغاړو سره لوبېدو د لارې ښې تجربې ترلاسه کيږي.

د افغانستان کرکټ لوبډلې کپتان اصغر ستانکزي هم د محمدنبي په څېر د ای پي اېل په جوړولو د کرکټ بورډ مننه کړې چې خپله يې دغه لوبې راجوړې کړې.

نوموړي هم ويلي دغه سيالۍ د افغانستان د کرکټ دپاره ډېرې مهمې دي ځکه چې په کور دننه افغانستان کې به د دغو سياليو د لارې ښه لوبغاړي مخې ته راشي.

XS
SM
MD
LG