لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ولسمشر غني وسله والو ځواکونو ته د دښمن دځپلو امر کړی دی


دافغانستان د ولسمشر اشراف غني په مشرۍ د وسله والو ځواکونو داعلی سرقوماندانۍ غونډه کې د افغانستان بیلابیلو ولایتونو کې د امنیت په وروستي وضعیت بحث شوی اؤ‌ ولسمشر غني افغان ځواکونو ته د دښمن د ځپلو دپاره د لازمو ګامو اخستو امر کړی دی.

د وسله والو ځواکونو دسرفوماندانۍ دغه غونډه وروسته له هغې په ارګ کې شوې چې تیره ورځ طالبانو په فراه ولایت کې په یو شمیر مهمو سیمو قبضه وکړه.

د ولسمشر غني د ماڼۍ لخوا د جاري شوي بیان له مخې په دغه غونډه کې د هېواد د امنیتي او دفاعي ارګانونو مسوولانو د فاریاب، بغلان، کندز، بدخشان، غزني، روزګان، زابل، هلمند، فراه، غور او بادغیس ولایتونو د امنیتي وضعیت، امنیتي تهدیدونو او پرمختګونو په اړه غونډې ته راپورونه وړاندې کړل.

بیان کې راغلي ولسمشر اشرف غني هیواد کې دامنیت دټېنګښت دپاره د افغانستان د امنیتي‌ اؤ دفاعي ځواکونو قربانۍ وستائیلې اؤ هغوئ ته یې امر وکړو چې د دښمن د ځپلو دپاره باید اړین ګامونه واخلي.

د ولسمشر د ماڼۍ نه په جاري شوي بیان کې دا نه ده واضحه کړل شوې چېدښمننه د ولسمشر غني اشاره د چا لوري ته ده خو تیره میاشت حکومت مخالفه طالبانو د الخندق په نوم افغانستان کې د نوؤ جګړو پیل کولو اعلان کړی ؤ اؤ دهغې راپدیخوا طالبانو په افغان ځواکونو اؤ عامو خلکو خپل بریدونه چټک کړي دي.

تیره ورځ طالبانو دعوه کړې وه چې د فراه ښار اکثره برخې او نظامي تاسيسات یې نيولي او د څو قومندانانو په ګډون يې د ۴۳ عسکرو او پوليسو د وژلو ادعا هم کړې وه.

خو د افغانستان د دفاع وزارت ویلي په فراه د طالبانو وسله والو بریدونه په شا تمبول شوي ا د فراه په ښار کې عادي ژوند بيرته په ځای کيږي.

وزارت ويلي د جګړې په جریان کې ۱۹۸ تنه ترهګر وژل شوي او سلګونه ټپیان شوي، او د فراه ولایت سره په نورو ولسوالیو کې د پاکولو عملیات په پراخه کچه دوام لري او دفاعي او امنیتي ځواکونه دښمن تعقیبوي.

خو د لويديځ فراه ولايت ګورنر عبدالبصير سالنګي ويلی د يوې ورځې پورې روانې جګړې کې ۳۰۰ وسله وال وژل شوي او نزدې ۲۰۰۰ طالبانو وسله والو دغه بريدونه کړي وو

XS
SM
MD
LG