دشمالي کوریا حکومت دړکه کړې ده چې که دامریکا حکومت شمالي کوریا څخه په یو اړخیز ډول د ایټمي وسلو دختمولو دغوښتنې نه لاس وانه خستو نو دوئ به مجبور شي چې په ۱۲م جون سنګار پور کې د دواړو هیوادونو د مشرانو دلیدنې په پریکړه بیا دسره غور وکړي.
دامریکا صدر ښاغلي ډانلډ ټرمپ ددې خبرې پخلی کړی چې هغه په ۱۲جون سنګا پور کې دشمالي کوریا دمشر کم جونګ سره لیدنه کوي خو ددې ترڅنګ ښاغلي ټرمپ د وړاندې څخه دا خبرداری هم ورکړی چې که هغه پوئ شو چې دا لیدنه کومه ګټه نه لري نو د لیدنې نه به په نیمایي کې پورته شوی وي.
دچهارشنبې په ورځ د شمالي کوریا دولتي خبري شبکې سی این ای ددغه هیواد د بهرنیو چارو د مرستیال وزیر کم کائی یو بیان خپور کړی چې پکې ویل شوي چې که امریکا په یو اړخیز ډول په شمالي کوریا دخپلو اټومي پروګرام نه د لاس اخستو دپاره فشارونه راوړي نو په داسې حال کې به د دواړو هیوادونو د مشرانو لیدنه هیڅ لاسته راوړنه ونه لري.
له دې وړاندې په تیر یو شواروز کې شمالي کوریا د جنوبي کوریا دچارواکو سره د چهارشنبې د ورځې ټاکل شوي مزاکرات ځنډولي وؤ اؤ ددغو مزاکراتو د ځنډؤلو علت یې د جنوبي کوریا اؤ امریکایي ځواکونو ګډ تمرینات ښودلي وؤ.
شمالي کوریا دغه ګډ پوځي تمرینات په شمالي کوریا د برید تیاریو سره تعبیر کړي وؤ اؤ ویلي یې وؤ چې دا تمرینات د پارونې یو ډک ګام دی.
سپینې ماڼۍ تر اوسه دشمالي کوریا ددې ګامونو په هکله خپل غبرګون نه دی ښکاره کړی اؤ یوازې دومره یې ویلي چې سیمه کې به خپلو ائتلافیانو سره جوختو مرستو ته دوام ورکوي