لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان هایکورټ: د مستونګ کېډټ کالج پر زده کوونکو تشدد د ټولنې پر مخ ناوړه داغ


د بلوچستان ګورنر د مستونګ د کېډټ کالج پرنسپل وروسته له هغه له خپلې دندې ګوښه کړ، چې وړمه ورځ یې پر ټولنیزو رسنیو د کالج یوه ویډیو خپره شوه او په هغه کې ځینې کسان د کالج د نهم ټولګي زده کوونکي- چې پړمخې پراته دي- په لښتو وهي او هغوی چیغې وهي.

پر زده کوونکو د تشدد په پېښه د بلوچستان سیاسي ګوندونو، د بشري حقونو سازمانونو او د ټولنیزو رسنیو فعالینو سخت غبرګون څرګند کړ او د بلوچستان د وکیلانو اتحادیې په پېښه کې د لاس لرونکو کسانو په ضد هایکورټ ته درخواست ورکړ.

د بلوچستان د پولیسو د ترهګرۍ ضد ادارې مرستیال مشر اعتزاز ګورایه وایي، د کالج پرنسپل جاوید اقبال بنګښ یې نیولی او په پېښه کې د لاس لرونکو کسانو په ضد یې مقدمه درج کړې، چې وایي د ویډیو په بنیاد نهه تنه پکې تورن دي او له هغوی څخه یې یو زده کوونکی نیولی دی.

د بلوچستان د وکیلانو د اتحادیې مشر شاه محمد جتویي- چې هایکورټ ته یې درخواست ورکړی- د پېښې په اړه وایي، داسې معلومات یې تر لاسه کړي چې د نهم ټولګي ټولو زده کوونکو ته د اووم ټولګي د یوه زده کوونکي په بدل کې سزا ورکړل شوې ده:

"داسې ښکاري چې د نهم ټولګي یوه زده کوونکي د اووم ټولګي یو زده کوونکی- چې د پرنسپل زوی وو- په چپلاخه (څپېړه) وهلی او بیا د نهم ټولګي ټول زده کوونکي د کالج په منځ کې په لښتو وهل شوي دي".

د بلوچستان هایکورټ د دې پېښې د تحقیقاتو لپاره دوه کسیزه ډله ټاکلې چې دوه قاضیان محمد نور مسکانزی او هاشم کاکړ پکې شامل دي. د شورو- چارشنبې په ورځ د مقدمې اورېدنه شوې، چې دواړو قاضیانو پکې پېښه غندلې او دا یې "د ټولنې پر مخ یو ناوړه داغ" بللی.

قاضي محمد نور مسکانزي د اورېدنې په وخت ویلي، د کالج پرنسپل ته- چې ګومان کېږي د زده کوونکو د وهلو ټکولو امر یې ورکړی- د تحقیقاتو تر بشپړېدو مخکې سزا ورکول پر استادانو "منفي اغېز" لرلای شي.

وکیل شاه محمد جتويي وایي د پولیسو په لومړني رپوټ کې د کالج د پرنسپل نوم نه دی اچول شوی، بلکې د ظفر اقبال نوم پکې لیکلی دی چې وایي کېدای شي د پرنسپل زوی وي او بل دا چې وایي په مقدمه کې د تورنو کسانو په ضد عامې دفعې لګول شوې دي، چې وایي دوی به له عدالته په یوه بل درخواست کې غوښتنه کوي، چې د پرنسپل په شمول د تورنو کسانو په ضد د ترهګرۍ دفعې ولګېږي.

د عدالتي تحقیقاتو د ډلې بل قاضي هاشم کاکړ د مقدمې د اورېدنې په وخت وویل، تعلیم باید د سیاست تر اغېز لاندې را نه شي. نوموړي اړوندو چارواکو ته امر وکړ، چې په لس ورځو کې دننه د پېښې په اړه تحقیقاتي رپوټ ورته وړاندې کړي او دا یې هم ورته وویل چې کالج ته لاړ شي او د وهل شویو زده کوونکو ویره ختمه کړي.

بل لور ته د بلوچستان د تعلیم ادارې هم د صوبې د وزیراعلی په امر د پېښې د پلټنې لپاره یوه بېله درې کسیزه کمېټۍ جوړه کړې ده. د بلوچستان د لوړو زدکړو سیکرټري عبدالله جان د شورو- چارشنبې په ورځ د مقدمې د اورېدنې په مهال هایکورټ ته وویل، چې د کمېټۍ کسان یې د مستونګ کالج ته د پلټنې لپاره لېږلي دي.

د بلوچستان ګورنر هم د پېښې د څېړلو او په راتلونکي کې د داسې پېښو د مخنیوي لپاره د صوبې د ټولو کېډټ کالجونو د پرنسپلانو غونډه هم را بللې، چې د پښین، کلاسیف الله، جعفراباد او نورو کېډټ کالجونو مشرانو پکې ګډون کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG