لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اشرف غني په کندز کې د هوایي برید له امله د ملکي قربانیانو له کورنیو بښنه غواړي


افغان ولسمشر اشرف غني د کندز له یو شمېر مشرانو، دیني علماو او د دشت ارچي ولسوالۍ د وروستۍ پېښې د ملکي قربانیانو د کورنیو له غړو سره د شورو ېا چار شنبې په ورځ په کتنه کې غمشریکي وکړه او په دشت ارچي کې د هوایي برید له امله د ملکي قربانیانو له کورنیو بښنه وغوښته.

د ارگ لخوا په ېو بېان کې وېلي شوي ولسمشراشرف غني ته یادو مشرانو په دشت ارچي ولسوالۍ کې پر هاشمیه عمریه دارالعلوم د هغه هوایي برید په اړه چې له امله یې ملکي وګړي، ماشومان او زده کوونکي شهیدان او ټپیان شول معلومات ورکړل. هغوی زیاته کړه، په راتلونکي کې د دغه وړ پېښو د مخنیوي، د قربانیانو د کورنیو د تسلیت او د عدالت د تامین لپاره دې له عاملینو سره قانوني چلند وشي.

ولسمشر غني د دوی د غوښتنو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته د کندز مشرانو او د ملکي قربانیانو د کورنیو غړو ته یو ځل بیا تسلیت ووایه او د دوی د زغم، باور او هغه اقدام مننه یې وکړه چې له دغه بریدو وروسته یې د یوې بلې فاجعې مخه ونیوله.

ولسمشر څرګنده کړه، په روغتون کې د دغه برید د ټپي ماشومانو له لیدو وروسته مې همغه شپه دفاع وزیر ته په هوایي بریدونو کې د لا دقت او د دغه وړ پېښو د مخنیوي لارښوونه وکړه.

ولسمشر یو ځل بیا پر سوله او د نظام په پیاوړتیا ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې د ولس رول مهم وباله او له علماو څخه یې وغوښتل چې په هېواد کې د روانې فتنې او دسیسو په مخنیوي کې همکاري وکړي. هغه زیاته کړه، د فتنه ګرو او خوارجو طریقه د اسلامي اصولو په اساس د منلو وړ نه ده.

تیره میاشت د افغانستان د کندز ولایت په یوه مدرسه کې ٣٠ ماشومانو د افغان هوايي پوځ په بمبارۍ کې وژل شوې وو او افغان ولسمشر اشرف غني په خونړۍ پېښه کې د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې په اړه دپېښی وروسته سمدستي د پلټنو امر کړی وو.

XS
SM
MD
LG