لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ردالفساد عملياتو کې د لشکرجهنګوي مشر او د پوځ افسر وژل شوی


د پاکستان پوځ ویلي په بلوچستان صوبه کې د هزاره ټولنې سره تعلق لرونکو د ۱۰۰ نه زياتو کسانو په وژنه ککړ د لشکرجهنګوي ډلې مهم مشر سره د درېو ترهګرو وژل شوی دی.

په دغو عملياتو کې د پوځ يو کرنل افسر هم وژل شوی او څلور نور سرتيري ژوبل شوي دي.

ايي اېس پي ار ويلي د استخباراتي مالوماتو په اساس د بلوچستان په کلي الماس کې دغه عملیات ترسره شوي او د ځانمرګو برید کوونکو او ترهګرو ځالې پکې په نښه کړی شوي دي.

په دغو عملياتو کې د لشکرجهنګوي ډلې د بلوچستان صوبې مشر سلمان باديني سره د دوه ځانمرګو په ګډون د درېو ترهګرو وژل شوی دی.

ايي اېس پي ار ويلي په عملياتو کې د پوځ يو کرنل سهېل عابد هم وژل شوی او څلور نور سرتېري ژوبل شوي چې پکې د دوؤ روغتيايي حالت خطرناک دی.

په بلوچستان کې د شيعه هزاره ګانو د وژنو پرضد تېره میاشت يوه احتجاجي ناسته شوې او د پوځ د مشر جنرال قمر جاوېد باجوه بيا دغو احتجاج کوونکو ته ورغلی او ډاډ يې ورکړی ؤ چې د هزاره ګانو په وژنو کې د ککړو پرضد به سخت ګامونه پورته کړي.

د پاکستان د بشري حقونو کمیشن د روان کال د مارچ په ۲۰مه په یوه رپوټ کې ویلي وو، چې یواځې له ۲۰۱۱م کال راهیسې په تېرو پینځو کلونو کې په کوټه ښار کې د ترهګرۍ په بېلابېلو پېښو کې د هزاره قوم ۵۰۹ تنه وژل شوي او ۶۲۷ ټپیان شوي دي.

احتجاجي ناسته پېلوونکې جليله حېدر چې مدني فعاله او وکيله ده ويلي ؤ چې څو پورې ورته د پوځ مشر باور نه وي ورکړی دوی په احتجاج ناست وي.

جليلې د نه خوړو احتجاجي ناسته پېل کړې وه.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG