لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پېښور کې مهم پوځي چیک پوسټونه پولیسو ته سپارل شوي


دخیبر پښتونخوا صوبې په سرښار پېښور کې د پوځ دوه مهم چیک پوسټونه پولیسو ته سپارل شوي اؤ د ګورنر د ماڼۍ مخې ته ودرؤل شوی دیوال هم ړنګ کړل شوی دی.

دپاکستان دسترې محکمې مشر قاضي ښاغلي ثاقب نثار دیو ځایي وکیل یا قانوندان ښاغلي محمد خورشید په خواست په نهمه مئ امر کړی ؤ چې دپېښور په ګډون دې ټولې صوبې نه په سمدستي ډول چیک پوسټونه ختم کړل شي چې دهغې وروسته پېښور نه دچیک پوسټونو ختمولو لړۍ کې چټکتیا لیدل شوې.

تر دې د مخه دغه وکیل محکمې ته پخپل درخواست کې ویلي وؤ چې د پېښور ټولې مهمې لارې پوځیانو دچیک پوسټونو په نوم تړلي اؤ حتی په سړکونو یې پاخه پاخه دیوالونه جوړ کړي چې له دې امله په پېښور کې دخلکو ګرځیدل ګران شوي دي.

خو د محکمې له امر وورسته اوس د صوبایي اسمبلۍ ترڅنګ اؤ د ګورا قبرستان پوځي چیک پوسټونه پولیسو ته سپارل شوي اؤ د ګورنر د ماڼۍ اؤ سول سیکرټریټ مخې ته په سړکونو جوړ پاخه دیوالونه هم ړنګ کړل شوي دي.

دپیښور د پولیسو مشر یا ایس ایس پي ښاغلي جاوید اقبال ددغو چیک پوسټونو پولیسو ته د سپارل کیدو په موقعه په پولیسو غږ کړی دی چې ولس سره باید چیک پوسټونو داخلاقو اؤ تهذیب نه ډکه رویه خپله کړي.

تر دې وړاندې د پښتون ژغورنې د غورځنګ په نوم یو اولسي تحریک په پوځ تورونه لګولي چې په چیک پوسټونو د ولس سره بده وضعه کوي اؤ په ګرد هیواد کې یې د چیک پوسټونو سول انتظامیې ته د سپارلو غوښتنې کړې وې.

په پېښور کې د اتوؤ بیلابیلو مقاماتو پاټکونه هم لرې کړل شوي اؤ امنیتي چارواکي دعوه کوي چې په دې وروستیو کې د صوبې د۱۱ ضلعو څخه ۱۰۱ امنیتي چیک پوسټونه ختم کړل شوی دي.

چارواکي وایي دا مهال په پېښور کې ټول ۳۴ چیک پوسټونه دي چې زیاتره پکې د پولیسو په واک کې دي.

دپېښور ترڅنک د مردان شیرګړهـ تاڼې د حد نه د شګو ناکه ختمه کړل شوې ، په نوښار کې څلور چارسده کې ۱۰،سوات کې ۱۰،بونیر کې اووه،چترال کې ۱۰،هنګو کې ۱۵ اؤ دهزارې بټګرام کې دوه چیک پوستونه ختم کړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG