لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اشرف غني په جګړه مارو ډلو روژه کې د ډزبندۍ غږ کړی


دافغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي طالبان او نورې وسله والې ډلې دې د روژې په میاشت کې له جګړې او نا امنیو لاس واخلي.

د روژې میاشتې دپیل په مناسبت ولسمشر اشرف غني په ثبت شوي پیغام کې په مخالفو ټولو وسله والو ډلو غږ وکړو چې په دې مبارکه میاشت کې د ویرې،نا امنیو او بې ثباتیو له رامنځته کولو لاس واخلي.

نوموړي ویلي د روژې میاشت ټولنیز یووالی، اسلامي ورورګلوی او ملي روحیه پیاوړې کوي له همدې امله باید یو بل ته د ضرر رسولو ،دبې اتفاقي له رامنځته کیدو ډډه وشي.

نوموړي وویل"هیله لرم چې طالبان او دافغان حکومت نورې وسله والې ډلې داسلام سپیڅلي دین او نورو اسلامي ارزښتونو ته داحترام په کولو سره دروژې مبارکې میاشتې حرمت ته درناوی وکړي او دعبادت کوونکو لپاره ناامنیو او د ویرې د رامنځته کیدو لامل ونه ګرځي"

له طالبانو او نورو وسله والو ډلو د جګړې د ودرؤلو غوښتنه په داسې حال کې وشوه چې تیره شپه یو ځل بیا وسله والو طالبانو دفراه ولایت په مرکز کې جګړه پیل کړې.

تیرکال هم ولسمشر اشرف غني د روژې دمیاشتې په پیل کیدلو جګړه مارو ډلو باندې غږ کړی ؤ چې روژه کې د جنګونو نه لاس واخلي طالبانو اؤ نورو مخالفو ډلو د ولسمشر دغه وړاندیز ته هیڅ ارزښت نه ؤ ورکړی.

XS
SM
MD
LG