لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دهند اؤ پاکستان په کاري پوله ډزو کې څلور پاکستانیان وژل شوي


دپاکستان پوځ دعوه کړې چې د هند اؤ پاکستان په ګډه کاري پوله د هندي پوځیانو په ډزو کې څلور پاکستاني وګړي وژل شوي اؤ ۱۰ نور ژوبل شوي دي.

دپاکستان پوځ دعوه کړې چې د هند اؤ پاکستان په ګډه کاري پوله د هندي پوځیانو په ډزو کې څلور پاکستاني وګړي وژل شوي اؤ ۱۰ نور ژوبل شوي دي.

د جمعې په ورځ پوځ پخپل یو بیان کې ویلي هندي پوځ په کاري پوله د ډز بندۍ څخه سرغړونې کوي اؤ په تازه پاروؤنکو ډزو کې یې درې ماشومان اؤ یوه میرمن وژلې ده ده.

دهندوستان پوځ تر دې مهاله دپاکستان دپوځ د دعوې جواب کې خپل غبرګون نه دی ښودلی خو تر دې وړاندې چې په ګډه کاري پوله د دواړو هیوادونو ترمینځ څومره نښتې شوي زیاتره مهال یې هندي پوځیانو پړه په پاکستان ور اړولې ده.

دپاکستان دپوځ په بیان کې دعوه شوې چې دپاکستان رینجرز ځواکونو هم د هندي ځواکونو د ډزو ځواب کې د هغوئ امنیتي پوسټې ویشتلي چې اله امله یې په دغو پوستو اور لګیدلی دی.

پوځ ویلي چې په سیالکوټ سیکټر کې د دواړو خواؤ ترمینځ اوس هم دمه په دمه ډزې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د فرورۍ په میاشت کې د هند د کورنيو چارو وزیر راجنات سنګهـ هندي پوځ ته امر کړی ؤ چې که د پاکستان پوځ درباندې یو ډز کوي تاسو پرې په ځواب کې بې شمېره ډزې کوئ.

د پاکستان او هند د کشمير په وېشونکې پوله (لاين اف کنټرول او ورکنګ باونډرۍ) باندې د کلونو راهسې وخت په وخت په يو بل د ډزو لړۍ دوام لري.

دواړه ګاونډي هېوادونه په يو بل د ډزو او بريدونو د پېل تورونه لګوي.

دواړو هېوادونو په کال ۲۰۰۳م کې د اوربند تړون کړی خو د اوربند باوجود په پوله د پرتو ځواکونو په يو بل ډزې دوام لري.

XS
SM
MD
LG