لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

غزني اؤ بغلان کې سختې نښتې،۱۱عسکر اؤ ۲۱ طالبان وژل شوي


دافغانستان په غزني ولایت کې د امنیتي ځواکونو اؤ طالبانو ترمینځ سختې نښتې روانې دي اؤ سیمه ییز چارواکي وایي نزدې ده چې د اجرستان ولسوالۍ باندې طالبان قبضه وکړي.

دافغانستان په غزني ولایت کې د امنیتي ځواکونو اؤ طالبانو ترمینځ سختې نښتې روانې دي اؤ سیمه ییز چارواکي وایي نزدې ده چې د اجرستان ولسوالۍ باندې طالبان قبضه وکړي.

د جمعې په ورځ د عزني داجرستان ولسوال ښاغلي حمدالله پژواک خبري اژانس ته ویلي چې تیره شپه طالبانو ددغه ولسوالۍ په پوستو ډله ییز بریدونه پیل کړي چې پکې ۱۳ امنیتي سرتیري وژل شوي اؤ اته نور ژوبل شوي دي.

هغه ویلي د خپلو امنیتي پوستو یې سره اړیکې شلیدلي اؤ که چرې مرستندویه ځواکونه یې مرستې ته ونه رسیږي نو ویره ده چې د اجرستان ولسوالي سقوط وکړوي.

پژواک د سیمې د یو اوسیدونکي له خولې پخپل راپور کې لیکلي چې طالبان په سیمه کې خلکو ته کورونو څخه د وتلو اجازه نه ورکووي اؤ هر څوک چې د کوره بهر اوځي ډز پرې کوي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي دعوه کړې چې د اجرستان ولسوالۍ ټولې پوستې د هغوئ وسله والو نیولي اؤ ۲۲ دولتي سرتیري یې وژلي دي.

اخو دافغانستان دملي دفاع وزارت پخپل یو بیان کې ویلي چې امنیتي سرتیرو په بغلان ولایت کې د تاله و برفک سیمې طالبانو څخه بیرته د لاسته راوړنې دپاره عملیات کړي چې پکې ۲۱ طالبان وژل شوي .

ددفاع وزارت وایي د وژل شوؤ طالبانو مړي سور صلیب ته سپارل شوي دي.

په دې وروستیو کې چې طالبانو دالخندق په نوم د نوؤ جګړو پیل کولو اعلان کړی د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې یې په امنیتي ځواکونو د خپلو بریدونو لړۍ چټک کړې اؤ دعوه کوي چې ګڼ شمیر مهمې سیمې یې دخپل واک لاندې راوستي دي.

دافغانستان ولسمشر اشرف غني تیره د مارچ په میاشت کې طالبانو ته د سولې وړاندیز کړی ؤ خو طالبانو دغه وړاندیز رد کړی اؤ وایي ترهغې به خپلې جګړې ته دوام ورکړي ترڅو چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وتلي نه وي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG