لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کیوبا:دالوتکې غورځیدلو پېښه کې تر۱۰۰ؤ زیات کسان مړه شوي


کیوبا الوتکه

دکیوبا چارواکي وایي دا د۳۹ کالو یوه زړه الوتکه وه چې د جمعې په ورځ دهوانا هوایي اډې څخه پورته شوې اؤ له څه سفر وروسته په پټو کې غورځیدلې ده.

په کیوبا کې د یوې مسافر وړونکې الوتکې د غورځیدو په پېښه کې لږ تر لږه ۱۰۷ کسان مړه شوي اؤ درې په معجزانه ډول ژوندي پاتې شوي دي.

دکیوبا چارواکي وایي دا د۳۹ کالو یوه زړه الوتکه وه چې د جمعې په ورځ دهوانا هوایي اډې څخه پورته شوې اؤ له څه سفر وروسته په پټو کې غورځیدلې ده.

دکیوبا صدر میرکل ډیزکینل د پېښې په ځائ کې خبریالانو ته ویلي” د مړو شمیره ډیره زیاته ده ، په الوتکه لیږیدلی اور وژل شوی اؤ دمرستې نور ټول کارونه هم سرته رسیدلي اوس یوازې د مړه پیژندګلو پاتې ده”

ویل کیږي دغه الوتکه ختیز ښار هولګیون ته روانه وه د سین ټیاګودی لاس ویګس سیمې سره نزدې غورځیدلې ده.

د سیمې اوسیدونکو ویلي هغوي وړومبي د چاودنې غږ واوریدلو اؤ بیا اسمان ته لوګي پورته شول.

یو پوځي مامور چې خپل نوم یې نه دی ښودلی خبریالانو ته ویلي چې دغه پېښه کې درې ماشومان ژوندي پاتې شوي خو هغوئ هم ډیر سخت زخمیان دي.

تر دې وړاندې په کیویا کې پروسکال یوه پوځي الوتکه دپېښې ښکار شوې وه چې پکې اته کسان وژل شوي وؤ

XS
SM
MD
LG