دنقیب مسید په وژنه تورن پولیس افسر راؤ انوار نن یو ځل بیا محکمې ته وړاندې کړل شوی خو دنقیب الله د وژنې په دوسیه کې سرکاري وکیل ته ګواښونه شوي چې له دې امله هغه محکمې ته نه دی وړاندې شوی.
دکراچۍ د ملیر ضلعې دپولیسو پخوانی مشر راؤ انوار نن په داسې حال د ترهګرۍ دمخنیوي محکمې ته وړاندې کړل شوی چې هغه ته نه خو په لاسونو کې زولنۍ اچول شوې وې اؤ نه ورته د مالټا رنګ هغه جیکټ اچول شوی ؤ چې دغه محکمې ته وړاندې کیدونکي هر بندي تن ته اچول کیږي.
خو د راؤ انوار سره چې د هغه د ډلې کوم نور تورن پولیس محکمې ته وړاندې کړل شوي هغوئ ته د مالټا رنګ دغه جیکټونه اچول شوي وؤ.
په راؤ انوار اؤ دهغه د ډلې په نورو پولیسو تور دی چې په ۱۳مه جنورۍ یې کراچۍ کې د نقیب مسید په ګډون څلور کسان د پولیسو یوه نقلي مقابله کې وژلي خو راؤ انوار دغه تورونه رد کړي دي.
د شنبې په ورځ محکمې ته د راؤ انوار اؤ دهغه د ډلې دنورو پولیسو وړاندې کولو په مهال پولیسو دمحکمې قاضي ته ویلي چې د راؤ انوار د ډلې د مهممو پولیس افسرانو امان الله مروت،شعیب شوټر اؤ نورو د نیولو دپاره هڅې روانې دي اؤ هیله ده چې هغوئ به هم زر ونیول شي.
په دغه موقعه د نقیب مسید په وژنه دتورن پولیس افسر یا ډي ایس ډي قمراحمد د ضمانت په خواست د بحث دپاره محکمې نوټسونه جاري کړل خو سرکاري وکیلانو بیرومل اؤ نواز کریم ددغو نوټسونو اخستلو څخه انکار کړی دی.
دترهګرۍ د مخنیوي دمحکمې قاضي د سرکاري وکیلانو لخوا په نوټسونو نه اخستو حیرانتیا ښکاره کړې اؤ ویلي یې دي دا عجبه خبره ده چې سرکاري وکیلان نوټسونه هم نه اخلي.
د دوسیې اوریدنې پر مهال د استغاثې یا سرکاري وکیل عدلي رضا محکمې ته نه دی وړندې کړل شوی اؤ اؤ نورو سرکاري وکیلانو د نوم نه ښودلو په شرط خبریالانو ته ویلي چې سرکاري وکیل علي رضا ته سنګین ګواښونه شوي ځکه هغه ددې جوګه نه دی چې نن محکمه کې د نقیب مسید د وژنې دوسیه کې د سرکاري وکیل په توګه خپل قانوني رول ترسره کړي.
دترهګرۍ دمخنیوي محکمې د نقیب مسید د وژنې د دوسیې اوریدنه تر ۲۸م مئ ځنډولې ده.
راؤ انوار اؤ دهغه د ډلې نور پولیسان د نقیب مسید له وژنې وروسته مخروران شوي وؤ خو راؤ انوار دمارچ په میاشت کې محکمې ته ځان وړاندې کړی اؤ پولیسو هغه نیولی ؤ.
دسندهـ صوبې دکورنیو چارو محکمې راؤ انوار دپاره دهغه خپل کور زندان ګرځولی اؤ هغه د زندان پځایې پخپل کور کې شپې سبا کوي
په راؤ انوار تورونه لګي چې هغه نه يواځې نقيب الله مسيد او هغه سره درې نور ملګري په جعلي مقابله کې وژلي بلکې په راؤ انوار دا تورونه هم لګي چې هغه د ۴۰۰ نه زيات بې ګناه خلک په جعلي مقابلو کې وژلي دي.