لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

او ایي سي دفلسطینیانو ساتنې دپاره دنړیوال ځواک جوړولو غوښته کړې


ترکیه کې د اسلامي هیوادونو د سازمان او ایي سي په غونډه کې برخه لرونکو داسلامي هیوادونو مشرانو د دفلسطینیانو ددفاع دپاره د یو نړیوال ځواک د جوړؤلو غوښتنه کړې ده.

اسلامي هیوادونو په بیت المقدس کې د امریکایي سفارتخانې د پرانستې غندنه کړې اؤ دا یې دامریکا اؤ اسرائیل له لوري داسلامي نړۍ په ضد یوه پارؤنه اؤ دښمني ګرځولې ده.

ترکیه کې د اسلامي هیوادونو د سازمان او ایي سي په غونډه کې برخه لرونکو داسلامي هیوادونو مشرانو د دفلسطینیانو ددفاع دپاره د یو نړیوال ځواک د جوړؤلو غوښتنه کړې ده.

دترکیي په استبول ښار کې د اسلامي هیوادونو د سازمان دغه بیړنۍ غونډه وروسته له هغې راجوړه شوې چې د تیرې دوشنبې په ورځ په غزه کې د اسرائیلي پوځیانو په ډزو خواوشا ۶۰ هاغه فلسطنیان وژل شوي وؤ چې یروشلم ته یې دامریکایي سفارتخانې د منتقل کولو په ضد احتجاج کولو.

داسرائیلو اؤ حماس ترمینځ په کال ۲۰۱۴م کې په پوله د شوې جګړې راپدیخوا دا تر ټولو درنه مرګ ژوبله ده چې فلسطنیانو ته اوښتې ده.

ترکیې تیره ورځ دفلسطنیانو سره د یووالي څرګندؤلو په موخه نه یوازې د پینځوؤ لکو کسانو په ګډون یو لویې لاریون ویستلی ؤ بلکې دنړۍ داسلامي هیوادونو دهمکارۍ دسازمان بیړنۍ غونډه یې هم استنبول ته رابللې ده.

په دغه غونډه کې له نورو برڅیره د سعودي عرب بادشا سلمان، دافغانستان ولسمشر اشرف غني اؤ پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان هم برخه اخستې اؤ فلسطنیانو سره د یووالي ښودلو تر څنګ یې یروشلم ته د امریکایي سفارتخانې منتقلي غندلې ده.

د او ایي سي غونډې ته خپله وینا کې د ترکیې صدر طیب اردغان ویلي نړیواله رورولي باید د اسرائیلو په لاس د بېګناه فلسطینیانو د وژنو مخه ونیسي.

هغه په دغه موقعه د فلسطینیانو د ساتنې دپاره د یو نړیوال سوله ساتي‌ځواک د جوړؤلو وړاندیز هم کړی دی.

د اسلامي هیوادونو د همکارۍ سازمان پخپله اعلامیه کې ویلي چې اسرائیل د ټرمپ انتطامیې په ملاتړ په دې وروستیو کې دظلم ډک جرمونه کړي اؤ دغه ډاډګیرنه یې وروسته له هغې ترلاسه کړې چې یروشلم امریکا په رسمي توګه ومنلو.

دغه غونډې ته پخپله وینا کې د افغانستان ولسمشر اشرف غني ویلي هر څو که په دې وروستیو کې دافغانستان خپل خلک د ترهګرۍ قرباني شوي خو دی بیا هم د فلسطیني مسلمانانو سره د یووالي ښکاره کولو په موخه دغه غونډې ته ورغلی.

دایران صدر حسن روحاني پخپله وینا کې ټرمپ انتظامیه د نړیوالې سولې اؤ امنیت دپاره یو خطرناک ګواښ بللی اؤ ویلي یې دي اسلامي هیوادونه باید امریکا سره خپلو سیاسي اؤ اقتصادي اړیکو ته بیا له سره کتنه وکړي.

ځانګړې ویډیوګانې

بلوچستان کې د تشدد زیاتېدل: وجه یې څه ده او خلک څه فکرمندي لري؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:48 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG