لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان طالبان: د هېواد لوېدیځ ته پر جګړې غزولو برسېره به د ټاپي پایپلاین ساتنه کوو


په افغانستان کې وسلوالو طالبانو دا اندېښنې رد کړې دي چې ګوندې د هېواد لوېدیځ ته د دوی د جګړې له غزېدو سره به د ګېسو هغه نللیکه په خطر کې شي چې منځنۍ او جنوبي اېشیا سره نښلوي او په اربونو ډالره ورباندې لګېږي.

د ټاپي په نوم د دغې منصوبې په بنیاد به له ترکمانستانه- چې په نړۍ کې د قدرتي ګېس څلورمه لویه ذخیره لري- د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ګېسو لویه نللیکه غزول کېږي. په افغانستان کې دغه نللیکه د افغانستان د ځینو نورو ولایتونو په شمول پر فراه ولایت هم تېرېږي چې د ایران پولې ته نیژدې پروت دی.

وسلوالو طالبانو په روانه اوونۍ کې د فراه ولایت پر مرکز برید وکړ او د ولایت مرکز یې د څه وخت لپاره په خپله ولکه کې واخیست، خو وروسته افغان هوایي او مځکي پوځ د امریکایي هوایي ځواکونو په مرسته هغوی بیرته پر شا و تنبول او فراه ښار یې بیرته په خپله ولکه کې واخیست.

ذبیح الله مجاهد چې ځان د سلوالو طالبانو ویاند ګڼي د خالي- شنبې په ورځ وي.او.اې ته وویل، د دوی ډله دې ته ژمنه ده چې د ټاپي نللیکې د منصوبې ساتنه وکړي، ځکه چې وایي دا یوه "ملي پروژه" ده او له دې څخه به ټول افغان ولس ګټه اخلي.

"موږ په فراه کې د هغو ځایونو په اړه- چې دغه نللیکه به ورباندې تېرېږي- فکر کوو او تل به هڅه کوو چې هغه سیمې له جګړې وساتو".

طالب ویاند زیاتوي چې له ټاپي منصوبې پرته به د ولایت په نورو برخو کې پر خپلو مخالفو افغان ځواکونو بریدونو ته دوام ورکوي. ذبیح الله مجاهد وایي:

"تر اوسه خو د ګېسو د نللیکې غزولو کار په هرات کې روان دی، خو کله چې دا په فراه کې پیل شي موږ په هغو سیمو کې د امنیت ډاډ ورکوو چې دغه نللیکه پکې غزېږي".

وسلوالو طالبانو دا خبرې په داسې وخت کې کړې چې لوړپوړو افغان امنیتي چارواکو په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو د مشر جنرل جان نیکولسن په ملتیا فراه ولایت ته سفر کړی، چې وګوري طالبان څنګه فراه ښار ته ننوتي وو او برید یې ورباندې کړی وو.

جنرل نیکولسن هلته په غونډه کې له افغانستان سره نړیوال ملاتړ بیا یاد کړی او وایي نړیواله ټولنه د دې جګړه یو سوله ییز پای غواړي، خو وایي تر هغه وخته به دوی د افغان ولس تر څنګ د وسلوال په ضد مبارزه کوي.

د ۱۸۰۰ کیلومیټره ټاپي ګېس پایپ لاین منصوبې رسمي پرانیستنه د روان کال په فبرورۍ کې په هرات کې وشوه، چې د افغانستان، پاکستان او هند درېواړو هېوادونو مشرانو پکې ګډون کړی وو.

د دې منصوبې پیل هم په سیمه کې د امن او همکارۍ هیلې پیدا کړې. وسلوالو طالبانو هغه مهال هم دا باور ورکړی وو چې دوی به دې منصوبې ته خطر نه پېښوي او پر کارکوونکو به یې بریدونه نه کوي.

چارواکي وایي د یوې اندازې له مخې پر دې منصوبه شاوخوا ۱۰ اربه ډالره لګښت راځي او ټاکل شوې چې د دېرشو کلونو یا تر دې زیات وخت لپاره به د کال ۳۳ اربه مکعب میټر قدرتي ګېس لېږدوي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG