لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ولسمشرغني: د فلسطین شخړه باید په پرله پسې هڅو د مذاکراتو له لارې حل شي


افغان ولسمشر اشرف غني د فلسطین په اړه په ترکي کې د اسلامي همکاریو د سازمان په غونډه کې وویل، د فلسطین شخړې ته باید د مذاکراتو له لارې حل ولټول شي او ټینګار یې وکړ چې په دې برخه کې باید پرله پسې هلې ځلې وشي.

"د فلسطین خلک- چې د هغوی درد او کړاو موږ دلته را غونډ کړي یو- له موږه تر همدردۍ ور هاخوا نور څه هم غواړي".

ولسمشر غني وویل دا غونډه په داسې وخت کې را بلل شوې چې سیمه له یوه غمجن حالت سره مخامخ ده، ځکه چې وایي فلسطینیان د خپلو بنیادي انساني او سیاسي حقونو لپاره وژل کېږي. ولسمشر غني زیاته کړه:

"په تېره اوونۍ کې افغانان تر فلسطینیانو زیات وژل شوي دي، خو زه مجبور وم چې په دې بېسارې سرمشریزه کې ګډون وکړم او د فلسطین له خلکو سره د خپلو افغانانو خواخوږي او همدردي شریکه کړم".

په استانبول ښار کې د فلسطین د شخړې په اړه دغه غونډه د ترکي ولسمشر رجب طیب اردوغان په کوربتوب جوړه شوې وه، چې د ۵۷ اسلامي هېوادونو مشرانو پکې ګډون کړی وو. ښاغلي اردوغان پر ټولو هېوادمشرانو د یووالي ږغ وکړ.

په غونډه کې د اکثرو اسلامي هېوادونو مشرانو په خپلو ویناوو کې د امریکې دا ګام وغانده، چې بیت المقدس یې د اسرایلو د پایتخت په توګه اعلان کړ او خپله سفارتخانه یې ور منتقل کړي، ځکه د دوی په وینا د امریکې دا ګام به په سیمه کې نورو جګړو ته لمن ووهي.

دغه غونډه په داسې وخت کې وشوه چې د تېرې ګل- دوشنبې په ورځ امریکې خپل سفارتخانه له تل ابیب ښار څخه یروشلم یا بیت المقدس ته ولېږدوله، چې په ضد یې زرګونه فلسطینیانو احتجاج وکړ او په نتیجه کې یې اسرایلي ځواکونو پر هغوی ډزې وکړې چې شاوخوا ۶۰ کسان پکې و وژل شول او تر دوو زرو زیات پکې ټپیان شول.

ولسمشر غني وویل فلسطینیان ملاتړ غواړي چې تر ځان را چاپېره د بدمرغۍ هغه دایره ماته کړي، چې له دوی یې خپل ارزښتمن ژوند اخیستی دی. هغه وویل د ټولو اسلامي هېوادونو مشترک درد کولای شي چې د مشترک عمل په وسیله د فلسطین خلک له ستونځو را وبارسي.

ولسمشر غني وویل یوه داسې بیانیه باید خپره شي چې اسلام د یوه تهذیب او کلتور په توګه د ځوانانو مسلمانانو لپاره تشریح کړي او د اسلامي تهذیب او نورو تهذیبونو په اړه د حقیقي مکالمې لپاره پراخې هڅې پیل کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG