لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور: سیکانو هایکورټ ته درخواست ورکړی چې د مړیو سوځولو ځای دې ورکړل شي


د پښتونخوا په مرکز پېښور کې سیکانو د حکومت په خلاف د صوبې اعلی عدالت ته درخواست ورکړی او غوښتنه یې ځنې کړې چې سیکانو ته دې د مړیو سوځنتون (شمشان ګاټ) ورکړل شي.

په درخواست کې چې یوه سیک مشر بابا ګورپال سینګ هایکورټ ته ورکړی ویل شوي چې، د شمشان ګاټ لپاره بودیجه هم منظوره شوې، خو د صوبې د اوقافو او مذهبي چارو ادارې تر اوسه نه دی جوړ کړی.

سیکان وایي له خپلو مذهبي تعلیماتو سره سم د خپلو مړیو د سوځولو لپاره سوځنتون نه لري، ځکه نو له ستونځو سره مخامخ دي او له مجبورۍ مړي خاورو ته سپاري.

هایکورټ ته په ورکړل شوي درخواست کې ویل شوي چې، په پښتونخوا صوبه کې د سیکانو ابادي تر ۶۰۰۰۰ زیاته ده او یواځې په پېښور ښار کې پینځلس زره سیکان ژوند کوي، خو وایي نه د مړیو سوځولو ځای لري او نه د مړیو وړلو لپاره حکومت ایمبولنس ورکړی دی.

ګورمپال سینګ په درخواست کې له هایکورټ څخه د اوقافو ادارې ته د ژر تر ژره امر کولو غوښتنه کړې، چې سیکانو ته دې شمشان ګاټ (د مړیو سوځنتون) ور جوړ کړي او په منظورو شویو ۲۶ لکو روپیو کې دي د دوی لپاره یو ځانګړی ایمبولنس هم واخلي.

په درخواست کې د اوقاف او اقلیتي چارو په شمول د پېښور مرستیال کمشنر او د لومړي ټاون ناظم هم فریقان ګرځول شوي او عدالت د مې په ۲۲مه د مقدمې د اورېدنې لپاره ټولو ته د حاضرېدو امر کړی دی.

پېښور کې د هندوانو هدیره.
پېښور کې د هندوانو هدیره.

د خیبرپښتونخوا لپاره د بشري حقونو د قومي کمېشن غړي ډاکټر یحیٰی احمد څو ورځې وړاندې وي.او.اې ډیوه ته ویلي وو، د پاکستان د باني محمد علي جناح وینا وه چې په دې هېواد کې به هر چاته مذهبي ازادي وي او برابر حقونه به ورکول کېږي، خو وایي په اوسني پاکستان کې له اقلیتونو سره هر ډول ظلمونه کېږي او مذهبي ازادي نه لري:

"په ډبګرۍ [پېښور] کې د سیکانو یو سکول وو هغه نه ورکوي، شمشان ګاټ [د هندوانو د مړیو سوځولو ځای] نه ورکوي، د ایبټ اباد په یوه محله کې څلور سوه عیسایان دي خو هلته په موجود چرچ کې د عبادت اجازه نه ورکول کېږي".

د یادونې وړ ده چې په پښتونخوا کې کابل سیند ته څېرمه په اټک ضلع کې د سیکانو او په مردان کې د هندوانو شمشان ګاټ شته، چې دوی پکې خپل مړي سوځوي، خو د خیبراېجنسۍ په باړه کې د موجود د سیکانو شمشان ګاټ د ناامنۍ له کبله تړلی دی.

سیکان او هندوان وایي په پېښور کې د شمشان ګاټ د نشتوالي له کبله د صوبې له لرې پرتو سیمو څخه خپل مړي د سوځېدو لپاره د مردان او اټک شمشان ګاټونو ته وړي، چې له ۸۰ تر ۱۰۰ کیلومیټره پورې فاصله ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG