د افغانستان د دفاع د چارو وزير جنرال طارق شاه بهرامي ویلي د فراه ولايت جګړه يواځې د اوبو په سر ده او د افغانستان ګاونډي هېوادونه (پاکستان او اويران) د افغان جګړې ملاتړ کوي.
په داسې حال کې چې د افغانستان په لويديځ ولايت فراه باندې په وروستيو کې طالب وسله والو بريدونه کړي، د افغانستان د دفاع جنرال طارق شاه بهرامي، د کورنيو چارو وزير وېس احمدبرمک، د ملي امنيت رييس معصوم ستانکزی او په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو مشر جنرال جان نيکلسن فراه ته سفر کړی دی.
د دفاع وزير د نوم اخستو پرته ویلي، د افغانستان د جګړې دواړه ګاونډي ملکونه ملاتړ کوي، نوموړي د ګاونډي ملکونو اشاره پاکستان او ايران پله کړې ده.
هغه ويلي د فراه جګړه د اوبو په سر ده او چې کله سلما بند په هرات کې جوړ شوی او په فراه کې په بخش اباد بند کار پېل شوی دوي د دښمن سره مخ شوي خو دغه کار د دوي حق دی چې خپلې اوبه کاروي.
ایران د افغانستان په هرات، فراه، او نیمروز ولایتونو کې چې ورسره ګډه پوله لري، د اوبو د بندونو د جوړېدو په باب خپله اندیښنه ښودلې ده.
کارپوهان دا دعوه لري چې ګني ایران په دې وجه د طالبانو ملاتړ کوي چې په افغانستان کې د پرمختګ د پروژو مخه ونیسي، لکه د اوبو د بندونو جوړونې پروژې چې که بشپړې شي، نو له افغانستانه ایران ته به د اوبو بهیر راکم کړي.
خو ايران او پاکستان د افغانستان دغه ډول تورونه ردوي چې د افغانستان د جګړې ملاتړ کوي.
د دفاع وزير ويلي دا وخت د افغانستان په ۱۵ ولايتونو کې د وسله والو مخالفینو سره درنه جګړه روانه ده، هغه ويلي فراه نور ځواکونه استول کيږي.
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو مشر جنرال نيکلسن ويلي چې طالبانو د ګاونډي هېوادونو په ملاتړ په فراه بريدونه کړي دي.
افغانستان او امريکا د اوږدې مودې نه په ځانګړي ډول په پاکستان دغه ډول تورونه لګوي چې په خپله خاوره يې طالبان او د حقاني شبکې ترهګر ساتلي او له دغه ځايه په افغانستان کې ترهګري کوي.
امريکې په دغسې کولو د پاکستان پوځي مرستې هم تړلي دي.
خو پاکستان دغه تورونه ردوي او وايي په خپله خاوره يې د هر ډول ترهګرو پرضد بې طرفه عمليات کړي دي.